اسلام آباد 05 نومبر (اے پي پي) د صنعت او تجارت وفاقي وزیر سید نوید قمر وئيلي دي چې پاکستان او ارجنټائن د نړيوال تشویش په تناظر كښې د شريك نړيوال ماحولیاتي نقطه نظر او يو ډول چیلنجونو مقابله كوي۔ جاري شوې يو بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ موسمي بدلون او په پاكستان كښې د اوسني سېلاب په اړه ګول ميز کنفرنس ته وينا كښې وكړه د كوم اهتمام چې د ارجنټائن تر ټولو اعلی تھنك ټینك كړې ؤ۔اوسني بارانونو او سېلاب له امله په لويه توګه شوي زيان رامخې رامخې ته كولو سره وفاقی وزیر ووئيل د سېلاب له امله 33 ملیونه كسان ځپلې شوي۔ده ووئيل 1700 څخه زيات كسان مړه شوې دي او تقریبا 7.9 ملیونه كسان بې كوره شوې دي۔ وفاقی وزیر ووئيل د دې زيان نه علاوه 14.6 ملیونه كسان غذائی تحفظ خطر سره مخ دې۔ده د موسمي بدلون منفي اثرات کمولو لپاره نړيوال ماحولیاتی مرستي په زياتولو زور راوړو او صنعتي هېوادونو ته ئې ووئيل چې ماحولیاتی آلودګۍ په اړه خپلي مالیاتي ذمه وارۍ پوره كړي۔
پاکستان او ارجنټائن شريك د نړيوال ماحولیاتی نقطه نظر او د يو ډول چیلنجونو مقابله كوي، وفاقی وزیر سید نوید قمر موسمي بدلون او پاکستان كښې د اوسني سېلاب په اړه ګول ميز کنفرنس ته وينا
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کا انعام