اسلام آباد 16ستمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر وئېلي دي موسمي بدلون د پرمختګ كوونكو هېوادونو ټولې سماجي او اقتصادي څانګې ځپلې دي٬د پاكستان پارليمان د موسمي بدلون منفي اثرات څخه خبر دے٬د حكومت كلين اينډ ګرين پاكستان لپاره پورته شوي اقدامات به دغه اثرات ختمولو له مهم كردار ترسره كړي۔د اونو نالولو روان كمپائن به زمونږ په ماحول مثبت اثرات مرتب كړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې د قامي اسمبلۍ د موسمي بدلون قائمه كمېټۍ د سيوري لاندې د ملګرو ملتونو موسمي بدلون كنفرنس پارټيز(سي او پي-26 )جوړولو په لړ كښې دستورې ته په خپلې وېنا كښې وكړه۔اسد قيصر ووئيل پارليمان د اولسي نمائنده ادارې په حېث د وګړو د ستونزو حل كولو لپاره هر ممكن هڅې كوي۔ده ووئيل موجوده اسمبلۍ د اولس ګټې له قانون سازي كړې او تراوسه 94 بلونه منظور شوي چې پكښې 16 پرائيوېټ ممبر بلز شامل دي او د200 څخه زيات پرائيوېټ ممبر بلز په سټينډنګ كمېټو كښې د غور لاندې دي۔ سپيكر اسد قيصر ووئيل كركيله د هېواد په پرمختګ كښې د ملا د تير حېثيت لري۔ده ووئېل د هېواد پارليماني تاريخ كښې په وړومبي ځل د كركيلې مصنوعات په اړه خاص كمېټي جوړه شوې كومې چې د كروندګرو مسئلو حل كولو لپاره حكومت ته سفارشات لېږلي او په هغې كښې په زياتره عملدرآمد هم شوے
د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر د موسمي بدلون د قائمه كمېټۍ د سيوري لاندې دستورې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : جوگوس ڈی لوٹیریا آن لائن