اسلام آباد 06 اګست (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف سيلاب ځپليو لپاره د مرستي فنډ جوړ كړې دې۔د خالي په ورځ د وزير اعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزير اعظم ووئيل څه ډول چې پاكستانيانو د 2005 زلزلې او 2010 په ټول هېواد كښې تر ټولو لوئ سيلاب په وخت د ځپليو مرسته كولو سره ټوله نړۍ كښې يو مثال جوړ كړې ؤ ،نن هم هغه جذبې ته اړټيا ده۔وزيراعظم ووئيل اولس او خاص توګه شتمند كسانو ته غږ كوو چې سيلاب ځپليو مرسته وكړي۔ده ووئيل زياتو بارانونو او سيلاب له امله لوئ زيان شوې، بلوچستان كښې غير معمولي تباهي شوې ، سندھ، خېبرپښتونخوا او پنجاب كښې لوئ زيان شوې،حكومت د مشكل معاشي حالات باوجود 5 اربه روپۍ سيلاب ځپليو لپاره په سمدستي توګه جاري كړې دي۔وزيراعظم ووئيل څه ډول چې پاكستانيانو د 2005 زلزلې او 2010 په ټول هېواد كښې تر ټولو لوئ سيلاب په وخت د ځپليو مرسته كولو سره ټوله نړۍ كښې يو مثال جوړ كړې ؤ ،نن هم هغه جذبې ته اړټيا ده۔وزير اعظم ووئيل سيلاب ځپليو لپاره روپۍ پرائم منسټر ريليف فنډ 2022 اكاؤنټ لمبر جي-12164، كښې جمع كولې شي۔وفاق د سيلاب له امله ځپليو سيمو كښې ايمرجنسي نافذ كړې ده،صوبائي حكومتونو ته هم خواست كوو چې ځپلي سيمي آفت ځپلي وګرځوي دغسې چې د مرستي كارونه تند شي۔
وزيراعظم شهباز شريف سيلاب ځپليو لپاره د مرستي فنډ جوړ كړو
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ آن لائن دستیاب