اسلام آباد 30 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د چين د كميونسټ ګوند د خارجه چارو كميشن ډائرېكټر يانګ جيچي او د هغه د پلاوي هركلې كولو سره وئيلي دي چې يانګ جيچي د پاكستان مخلص دوست دے، د پاكستاني اولس او حكومت لخوا چينائي پلاوي ته هركلې وايم. وزيراعظم شهباز شريف سره د چين د كميونسټ ګوند د خارجه چارو كميشن ډائرېكټر يانګ جيچي په مشرې كښې پلاوي ملاقات وكړو. په دې موقع خارجه وزير بلاول بهټو زرداري، وزير مملكت حنا رباني كهر، د منصوبه بندې وفاقي وزير احسن اقبال او نورو هم موجود وو. وزيراعظم ووئيل چې هغه د پاكستاني حكومت او اولس لخوا د چينائي پلاوې هركلې كوي. وزيراعظم ووئيل چې يانګ جيچي د پاكستان مخلص دوست دے كوم چې تل د پاكستان ملاتړ كړے او د دواړو هېوادونو په نزدې كولو كښې ئې مهم كردار ترسره كړے. وزيراعظم د خپلې بيجنګ دورې ذكر هم وكړو چې پكښې ئې يانګ جيچي سره ملاقات شوے و. ده ووئيل چې د سي پېك په پروژو، سرمايه كارې او تجارت لپاره د دوي مننه كوو. يانګ جيچي د چينائي صدر او وزيراعظم لخوا د نېكو هيلو پېغام هم ورسولو او د دې هيلې څرګندونه ئې وكړه چې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرې كښې به پاكستان د سماجي او اقتصادي پرمختګ په لار روان شي.
وزيراعظم شهباز شريف سره د چين د كميونسټ ګوند د خارجه چارو كميشن ډائرېكټر او د هغه پلاوي ملاقات وكړو
مضمون کا ماخذ : خیبر پختونخوا لاٹری