اسلام آباد22 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئېلي دي د هندي سازش په اړه به ټول شواهد آئي سي سي او نړيوال فورمز ته وړاندې كوو٬اپوزېشن دې د حكومت سره په ګډه د ففته جنرېشن وار مقابله وكړي٬په هېواد كښې د نړيوال كركټ په بحالۍ د پاكستان په نړۍ كښې مثبت تشخص رامخې ته كېږي۔هند دا خبره نشي هضم كولې ځكه په پاكستان كښې د كركټ په ضد سازشونه كوي۔د هند د اړخه نيوزي لينډ كركټ ډلې له جعلي آئي ډي د لارې د امنيت په حقله ناسمه اطلاع وركړې شوې٬مونږ ټول ثبوتونه لرو٬كوم به چې د آئي سي سي پشمول نړيوال فورمز ته وړاندې كولې شي۔ده ووئيل اپوزېشن ته خواست كوم چې په دې معامله د سياست په ځاے د حكومت سره په ګډه د ففته جنرېشن وار مقابله وكړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ نجي ټي وي چينل كښې په خپلو خبرو كښې وكړه۔ده ووئيل څو مياشتې وړاندې د اي يو ډس انفولېب رپورټ كښې د 750 د هند جعلي وېب سائټس انكشاف شوے ؤ ۔د دغې جعلي وېب سائټس د لارې به هند د پاكستان په ضد مواد شيئر كول٬پاكستان وړاندې هم د هند سازشونه نړۍ ته په ډاګه كړي او سباؤن كښې به يې هم په ډاګه كوي۔ده ووئيل دغسې كله چې د تحريك لېبك پاكستان په هېواد كښې مظاهره كېدله نو د احمد آباد هند څخه په يوه ورځ كښې بلها ټوېټس شوي وو چې پكښې دا تاثر وركړے كېدو چې په پاكستان كښې كورنۍ جګړه روانه ده۔ ده ووئيل د هند د اړخه په جعلي آئي ډي د نيوزي لينډ كركټ ډلې له د امنيت په اړه ناسمه اطلاع وركړې شوې۔هند اول د احسان الله احسان په نامه جعلي فيس بك آئي ډي څخه د نيوزي لينډ اوپنر مارټن ګپټل كورودانې ته د جعلي اي ميل د لارې دړكه وركړې او د دغې نه پس د حمزه آفريدي جعلي آئي ډي څخه انټرپول ويلنګټن له دغه ډول دړكه وركړې شوې۔ ده ووئېل قامي ادارو د هند د سازش ټول شواهد جمع كړي كوم به چې د انټرنېشنل كركټ كونسل پشمول نړيوال فورمز ته وړاندې كولې شي
د هندي سازش په اړه به ټول شواهد آئي سي سي او نړيوال فورمز ته وړاندې كوو٬اپوزېشن دې د حكومت سره په ګډه د ففته جنرېشن وار مقابله وكړي۔د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب
مضمون کا ماخذ : سلور لائونیس 4x ضرب