اسلام آباد 04 نومبر (اے پي پي) مېلې او نندارتون تفريح سره سره د دستكارۍ صنعت او كلتوره ته وده وركوي۔ په اسلام آباد كښې د لوك ورثه تر سيوري لاندې په كلنه لوك مېله كښې اے پي پي سره په خبرو كښې مېلي ته راغلي يو وګړي شكيل صديقي ووئيل چې داسې نندارتونونو سره پېداوار او فېسټول كښې د خلقو دلچسپي زياتېږي۔ ده ووئيل د كرونا نړيوالې وبا نه پس اولس لپاره دا ډول اقدامات خوشبينه دي۔ ده ووئيل دې سره خلق په تخليقي كارونو كښې دلچسپي اخلي۔ ده ووئيل مېلو او نندارتونونو ته كه د بهر نه نه وي نو ځائي خلق راځي چې ورسره د دستكارۍ صنعت ته وده ترلاسه كېدې شي او دې سره سره د تفريح لپاره هم دا ښه ذريعه ده۔ ده ووئيل حكومت له د فېسټول سره سره د دستكارۍ صنعت ودې لپاره اقدامات كول پكار دي٬ دې سره به زمونږ معيشت وده وكړي او اولس لپاره به د روزګار موقعې هم رامخې ته شي او د ځائي هنرمندانو به ډاډګيرنه هم وشي۔
مېلې او نندارتون تفريح سره سره د دستكارۍ صنعت او كلتور ته وده وركوي۔ د شكيل صديقي په لوك مېله كښې اے پي پي سره خبرې
مضمون کا ماخذ : Raging Rhino