اسلام آباد 30 جنوری (اے پی پی) د كابينه ډويژن پارلماني سېكتر رانا افضل وئيلي دي چې د پرمختګ په لار كښې خنډ پېدا كوونكي به اولس په راتلونكو ټاكنو كښې رد كړي٬ د پانامه په كېس كښې به د حق او ريښتيا بريا كېږي۔ د ګل په ورځ د پارلمان په خوا كښې خبريالانو سره په خبرو كښې ده ووئيل چې هېواد په تندې سره د پرمختګ په لار روان دے۔ د پاكستان او چين د اقتصادي لارې پشمول د توان په بېلا بېلو پروژو كار روان دے۔ ده ووئيل چې د پاكستان او چين د اقتصادي لارې پروژې په نتيجه كښې به د هېواد تقدير بدل شي۔اولس به د روزګار پراخا موقعې ولري۔ ده ووئيل چې د پرمختګ په لار كښې خنډ پېدا كوونكي به اولس په راتلونكو ټاكنو كښې رد كړي۔ ده ووئيل چې بايد د اپوزيشن ګوندونه د هېواد پرمختګ لپاره د حكومت ملګرتيا وكړي۔ د يوې پ??ښت??ې په ځواب كښې ده ووئيل چې د پانامه ليكس كېس په عدالت كښې دے٬ په پانامه كښې د وزيراعظم نوم نشته خو عمران خان بلا ??وا?? په وزيراعظم تنقيد كوي كومه چې سمه خبره نه ده۔
د پرمختګ په لار كښې خنډ پېدا كوونكي به اولس په راتلونكو ټاكنو كښې رد كړي۔ رانا افضل
مضمون کا ماخذ : سمندری ڈاکو گولڈ