اسلام آباد 22 فروري (اے پي پي) نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ د بېلا بېلو ادارو د تنظيم نو٬ د بهرنۍ سرمايه كارۍ ودې او د كاروبار سهولت وركولو اړه د نګران حكومت په اقداماتو د اطمينان څرګندونه كولو سره ووئيل چې مونږ منتخب حكومت لپاره يوه لائحه عمل وړاندې كوٶ كوم چې به په يقيني توګه د اولس او قامي ګټو لپاره ګټه وره ثابت شي او كابينې چيف آف آرمي سټاف جنرال سيد عاصم منير ته د پاکستان او ترکيه د وسله والو ځواكونو ترمې??ځه د مرستې په اړه د دوي د خدماتو په اعزاز ??ښې د تركيه حکومت لخوا د “ټرکش آرمډ فورسز ليجئن آف ميرټ” ايوارډ وصولو منظوري وركړې ده۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ په مشرۍ ??ښې د وفاقي كابينې غونډه شوې٬ په دې موقع وزيراعظم د نګران حکومت په مختصر موده ??ښې د خپلې كابينې او د سول سرونټس د ستړو ستائنه كولو سره د دوي مننه وكړه۔ نګران وزيراعظم ووئيل مونږ د هېواد معيشت د وړاندې نه په بهتر حالت ??ښې پرېږدو٬ نګران حکومت په مختصر وخت ??ښې کابينې بهترين کارکردګي ښودلې۔ ده ووئيل نګران حکومت په ټولو پرېكړو او په پاليسي سازۍ ??ښې قامي ګټو ته تل وړومبې ترجيح وركړې۔ ده ووئيل مونږ له د پاكستان پرمختګ او استحكام لپاره په ګډه كار كول دي۔ وفاقي کابينې په بېلا بېلو ادارو د تنظيم نو٬ د بهرنۍ سرمايه كارۍ ودې او د كاروبار سهولت وركولو اړه د نګران حكومت په اقداماتو د اطمينان څرګندونې كړې۔ د کابينې سېک??ر د وفاقي بيورو كرېسي لخوا د وزيراعظم د زيرك قيادت ستائنه كولو سره ووئيل چې هېواد ته په رامخې ته اهم چېلنجونو ??ښې ستاسو لخوا د هېواد په ګټه مهمې او سختې پرېكړې كړې د كومو به چې ښه نتيجې رامخې شي۔ وفاقي کابينې د خزانې وزارتِ په سفارش لبنيٰ فاروق ملك په ډېپوټيشن د ډائرېكټر جنرل په توګه د فنانشل مانيټرنګ يونټ (اېف اېم يو) په موده ??ښې د 9 جون 2023 څخه تر 8 جون كال 2024 د پراخه كولو منظوري وركړې ده۔ وفاقي کابينې د خارجه وزارت په سفارش د چيف آف آرمي سټاف جنرال سيد عاصم منير ته د پاکستان او ترکيه د وسله والو ځواكونو ترمې??ځه د مرستې په اړه د دوي د خدماتو په اعزاز ??ښې د تركيه حکومت لخوا د “ټرکش آرمډ فورسز ليجئن آف ميرټ” ايوارډ وصولو اجازه وركړې ده۔ وفاقي کابينې د غذائي تحفظ او تحقيق د قامي وزارت په سفارش د غذائي تحفظ او تحفيق د قامي وزارت، د پاكستان حکومت او د خليفه انټرنيشنل ايوارډ فار ډيټ پام اينډ ايګريکلچر انوويشن، د متحده عرب امارات ترمې??ځه د تفاهم په يادښت د لاسليك منظوري وركړه٬ د تفاهم د دې يادښت له مخې وړومبي پاکستان انټرنيشنل ډيټ پام فيسټيول به په ستمبر كال 2024 ??ښې كېږي چې مقصد ېې په پاكستان ??ښې د كهجور پېداوار ته وده وركول دي۔ وفاقي کابينې د اقتصادي رابطه کميټۍ د 13مې او 14مې پرورۍ كال 2024 ??ښې په غونډو ??ښې د شوې پرېكړو توثيق وكړو۔ وفاقي کابينې حكومتي ملكيتي ادارو لپاره د كابينه كمېټۍ په 16مه فرورۍ كال 2024 د شوې غونډې د پرېكړو او لېجسلېټو كېسز لپاره د كابينه كمېټۍ د 16مې فرورۍ د په غونډه ??ښې د شوې پرېكړو هم توثيق وكړو
د نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه
Red Line Sprint Official Entertainment APP
APP33-220224
ISLAMABAD: February 22 - Caretaker Prime Minister Anwaar-ul-Haq Kakar chairs a meeting of the Caretaker Federal Cabinet. APP/MAF/FHA
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی گائیڈ