اسلام آباد 10اکتوبر(اے پی پی)د موسمياتي بدلون وفاقي وزيرې سينيټر شيري رحمان وئېلي دي د كال 1971 نه پس د اوسني سيلاب په وجه پاكستان د تاريخ ناوړه دور څخه تيريږي دغسې زمونږ اپوزېشن په اولسو غونډو كښې د وګرو څخه د جرمن نازيو غوندې سوګند اخلي بايد هغه په دې د قام څخه بخښنه وغواړي٬مونږ جمهوري او امن ناكه وګړي يو٬د تشدد لاره نه خپلوو٬كه هغوي په وګړو تشدد وكړو نو بيا مونږ هم چپ نشو پاتې كېدے٬وګړي د هغوي په لانګ مارچ كښې نه راځي٬كه هغوي محفوظ لاره غواړي نو مونږ هغوي له وركولې شو خو كه هغوي د كوتكو سره راځي نو بيا به دفعه 144 نافذ كېږي۔د ګل په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د قاعده 259 له مخې په هېواد كښې د سيلاب په صورتحال بحث كښې وفاقي وزيرې ووئيل په سندھ او بلوچستان كښې د سيلاب له ا??له لويه تباهي شوې۔د ملګرو ملتونو غړ?? دا حالت ليدلے دے او ??ه دې ډېر زيات دړېدلې دي٬دا د نړۍ د تاريخ لوي سيلاب ؤ ٬ دې ووئېل 33 ملين وګړي ځپلې شوي ٬ د دغه كسانو مرستې ته اړتيا ده٬اوس هم 2008 ملين وګړي ستونزو سره مخ دي٬په داسې صورتحال كښې د هيواد د معمول كاروبار څنګه چلېدے شي٬ وفاقي وزيرې د 1700 څخه زيات كسان مړه شوي٬ 13 زره كسان ژوبل شوي٬ 33 ملين ځپليو كښې 70 فيصد مېرم??ې او ماشومان دي٬په دغه ميرمنو كښې 6 لكه څخه زياتې ميرم??ې امېدوارې دي۔دې ووئيل وزيراعظم او خارجه وزير په ټوله نړۍ كښې دغه مقدمه كوي چې كوم هم حكومت په يواځې ځان دا نشي سنبهالولې۔دې ووئيل ځپلې كسان په عزت سره خپلو كورونو كښې آبادول دي٬له بده مرغه مونږ دا مقدمه په خپل هېواد كښې هم كوو۔زمونږ پرمختيائي فنډ هم ځپلے شوے٬دې ووئيل د سيلاب له ا??له وبائي رنځونه هم خپرېږي د كومو مخ نيوي لپاره چې زمونږ ادارې هلې ځلې كوي۔
د سيلاب له امله پاكستان د تاريخ يو ناوړه دور څخه تيريږي۔سينيټر شيري رحمان
Grand Casino Roulette Official Game
مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا اکومولڈا