اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) پاکستان كښې د بر??زيل سفيرې اولنتو وائرا وئيلي دي د پاکستان او بر??زيل ترمېنځه د دوه اړخيزه تجارت زياتولو لپاره اقدامات روان دي٬ په دې لړ كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه مرسته روانه ده۔ د زيارت په ورځ اے پي پي سره په مركه كښې دې ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه تجارت، سرمايه کارۍ او په بېلا بېلو څانګو كښې مش??ركه منصوبو لپاره اقدامات د وخت ضرورت دے٬ په خاص توګه ټېكسټائل او د غوښې پراسېسنګ څانګو كښې دواړه هېوادونه خپل شريك تجارت زياتولے شي۔ د بر??زيل سفيرې ووئيل پاكستان او بر??زيل دواړه په سيمه ايزه توګه لوي معيشتونه دي او آبادي ئې هم نزدې يو شان ده، دواړه هېوادونه غربت ٬ ماحولياتي او د موسمياتي بدلون چېلنجونو سره مخ دي، په دې څانګو كښې دواړه هېوادونه د م??تركه مرستې د لارې په چېلنجونو قا??و موندلے شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب دې ووئيل د كال 2018 نه پس پاكستان او د بر??زيل ترمېنځه دوه اړخيزه تجارتي حجم كښې اضافه شوې ٬ په كال 2020 كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د يو ارب ډالرو تجارت شوے كوم چې د كال 2021 تر پائې 1.3 اربه ډالرو ته رسېدلے او په يو كال كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه تجارت كښېې 24.9 فيصده نمو رېكارډ شوې۔ د بر??زيل سفيرې ووئيل د بر??زيل بر??مدات پحقله پاكستان په 40 وړومبو هېوادونو كښې شامل دے او پاكستان په ھغه شپږو لويو هېوادونو كښې شامل دے څوك چې زيات سويابين بر??مد كوي۔ د دواړو هېوادونو د اولس ترمېنځه د رابطو او په خاص توګه د تعليمي څانګې پحقله د پوښتنې په ځواب سفيرې ووئيل په اولسي كچه رابطې كمې دي كومې چې زياتول ضروري دي٬ دا مهال د بر??زيل په پوهنتونونو او تعليمي ادارو كښې يو شمېر پاكستاني زده كوٶنكي زده كړې كوي٬ مونږ د پاكستان پوهنتونونو سره هم په تماس كښې يو دغسې چې د پاكستان زده كوٶنكې د بر??زيل كلتور څخه اشنا كړے شي او په بر??زيل كښې پوسټ ګريجويشن لپاره اپلائي وكړي۔دې ووئيل زما دا خواهش دے چې د پاكستان وګړي په لويه شمېره د بر??زيل دوره وكړي او د بر??زيل وګړي هم پاكستان ته راشي دغسې چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه په اولسي كچه رابطو ته وده وركړې شي
د پاکستان او برازيل ترمېنځه د دوه اړخيزه تجارت زياتولو لپاره اقدامات روان دي۔ د برازيل سفيرې اولنتو وائرا “اے پي پي” سره مركه
Crazy Coin Toss Official Entertainment
مضمون کا ماخذ : کنگ کانگ روش