د انصاف تله ټولو لپاره بايد برابر وي٬ انتخابات به په خپل وخت كېږي، مونږ د آئين، قانون او عدالت عظميٰ احترام كوٶ خو اقليتي پرېكړې نه منو۔ د مسلم ليګ (ن) چيف آرګنائزره مريم نواز د پي ډي اېم احتجاجي لاريون ته وېنا
Egypt's Symbol Online Entertainment APP
APP37-150523
ISLAMABAD: May 15 - Chief organizer PML-N Maryam Nawaz addressing during Public Rally and Sit in at Constitution Avenue. APP/ADZ/MAF/TZD/FHA
اسلام آباد 15 مئي (اے پي پي) د مسلم ليګ (ن) چيف ??رګنائزر مريم نواز وئيلي دي چې د انصاف تله ټولو لپاره بايد برابر وي٬ انتخابات به پخپل وخت كېږي، مونږ د آئين، قانون او عدالت عظميٰ احترام كوٶ خو اقليتي پرېكړې نه منو٬ چا لپاره تاحيات نااهلي ا?? چا لپاره د حيات ضمانت سواليه نشان دے۔ د ګل په ورځ په شاهراه دستور د پي ډي اېم احتجاجي لاريون ته خپلې وېنا ??ښې دې په لويه شمېره اولس ته په ګډون پېرزوئنې وړاندې كړې۔ دې ووئيل مونږ په شاهراه دستورد سنګ مرمر د دې سپينې ودانۍ ، د آئين او قانون احترام كوٶ خو د دې ودانۍ تقدس انصاف سره تړلے دے۔ دې ووئيل د پارلمان د مضبوطيا غږ د دې ودانۍ نه پورته كېدل پكار ٶ او سائلانو او مجبورو ته انصاف ترلاسه كېدل ٶ خو دې ودانۍ څخه منتخب وزيراعظم ته سسېلين مافيا او ګارډ فادر ووئي?? ا?? ځينو ته سهولت كاري وكړې۔ دې ووئيل د 60 اربه تورن په دې ودانۍ ??ښې هركلے شوې او ټاكلے شوي وزيراعظم كورونو ته ليږلي شوي٬ څوك د هېواد نه شړلے شوي ا?? څوك پانسي كړې شوې دغسې څوك د زوي څخه په تنخا نه اخستو نااهل كړې شوې او څوك تاحيات نااهل كېږي، انصاف تله ټولو له برابر پكار ده۔ دې ووئيل د افسوس خبره ده چې خواجه طارق رحيم څوك چې د عمران خان وکيل دې په خبرو ??ښې د مارشل لاء په نه لګېدو د افسوس څرګندونه كړې كومه چې د شرم خبره ده ۔ دې ووئيل د ګهړۍ غل ته په توشه خانه كېس ??ښې هم ضمانت وركړے شوے دے ٬ پنكي پېرني د هېرے ګوتې په ډالۍ ??ښې اخلي ٬ ګهړۍ خرڅوي ا?? د القادر ټرسټ زمكې اخلي خو كه چې ترې پوښتنه كېږي نو وائي زه خو هاٶس وائف يم۔ دې ووئيل نن پنکي پيرني د عدالت تر كمرے د سپين څادرونو په حصار ??ښې راوستې شوې٬ دې پوښتنه وكړې آيا د نورو د مېندو خوېندو او لوڼو عزت نشته؟ كله چې عمران خان په اقتدار ??ښې ٶ نو مونږ به په دهكو عدالتونو ته بوتللے كېدو۔ دې ووئيل عمران خان ته سهولت وركولو سره آئين ري رائټ كړې شوې٬ د څلورو او دريو پرېكړه ده خو ووئيل شول چې د دريو دوو اقليتي پرېكړه دې ومنلې شي٬ مونږ دا پرېكړه ولې ومنو٬ په دې پرېكړه نورو ججانو اعتراض كړې او وې وئيل چې د سوموټو غلط استعمال كېږي۔ دې ووئيل د كرپشن داستانونه په شاهراه دستور د ټوئن ټاٶر په صورت ??ښې په پاكستان ??ښې مشهور دي۔ مريم نواز ووئيل زمونږ احتجاج سوله ايز دے ځكه چې دا فارن فنډډ ن?? د ??حب وطن خلقو اجتماع ده۔ دې د مئي په 9مه نيټه د بريدونو او تشدد د پېښو غندنه كوول سره ووئيل چا چې د فتنے خان ملګرتيا كړې د ھغې نتيج?? د ??ئي په 9مه نيټه د دغه پېښو په صورتحال ??ښې رامخې ته شوې او د هېواد په 75 كلن تاريخ ??ښې چې كوم كار د هند غوندې ازلي دښمن او ترهګرو ونه كړې شوې ھغه دے فتنے وكړو، په اړي ګړي كه نه يوزې راډيو سټېشن٬ روغتونه٬ سركاري ودانۍ او د نجي ا??لاتو ته اور لګولے شوې بكلې د كور كمانډر كور كوم چې په اصليت ??ښې د قائداعظم كور خو هم سوځولے شوے۔ مريم نواز ووئيل په جي اېچ كيو وړومبې بريد ټي ټي پي ا?? دوېم بريد عمران خان كړے٬ ھغه جنګي ا??وتكې په كوم چې مونږ د دښمن جنګي ا??وتكې په ښه كړې وې او ھغ?? د ??ام د فخر علامت ٶ ھغې ته هم اور لګولے شوې۔دې پوښتنه وكړه چې په ګرده نړۍ ??ښې په تاريخ ??ښې چا ته داسې ضمانتونه وركړې شوې دي؟ دې ووئيل د انصاف تله ټولو لپاره بايد برابر وي٬ انتخابات به پخپل وخت كېږي، مونږ د آئين، قانون او عدالت عظميٰ احترام كوٶ خو اقليتي پرېكړې نه منو۔ دې ووئيل مونږ د پاكستان چيف ??سټس څخه د استعفے مطالبه كوٶ۔ په دې موقع د پي ډي اېم مشر مولانا فضل الرحمن او نورو لارښودو هم وېنا وكړه