اسلام آباد 19 مئي (اے پي پي) د وزيرا??ظم د مذهبونو ترمېنځه د همغږۍ نمائنده او د پاکس??ان علماﺀ کونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر اشرفي وئيلي دي د پاکس??ان دښمنه قواؤ هدف د پاكستاني پوځ او قام اتحاد دے، زلمے خليل زاد په پاکس??ان كښې عدم استحكام او د پاك پوځ او قام ترمېنځه بېلتون پېدا كولو په سازشونو كښې مصروف دے ٬ د جمعې په ورځ خپل بيان كښې ده ووئيل زلمے خليل زاد ھغه كس دے چا چې خپل قام او هېواد افغانس??ان سره غداري كړې٬ هغه د خپل قلم د لارې كله هم په افغانس??ان د كېدونكو ظلمونو په ضد غږ نه دې پورته كړے٬ ھغه كله هم د بشري حقونو يا د امن په هڅو كوٶنكو كښې شامل شو?? نه ٶ او تل ئې داسې اقدامات له هڅې كړې چې ورسره كركه خپرېږي او مسلمانانو ته زيان رسي۔ ده ووئيل نن چې زلمے خليل زاد د پاکس??ان او د پاك پوځ قيادت په خاص توګه د سرلښكر جنرال سيد حافظ عاصم منير په ضد كومې هڅې كوي د ھغې نه اندازه لګي چې د پاكستان او اسلام دښمنه قوتونه د پاكستان پوځ او امن او استحكام په ضد څومره ناوړه چمتو دي٬ د دغې مقابله كول او دا سازشونه ناكامه كول د هر پاكستاني ذمه واري ده?? حافظ محمد طاهر محمود اشرفي ووئيل د پاكستان قام پخپل سرلښكر جنرل حافظ سيد عاصم منير او په پوځي قيادت وياړ لري او د مئي په 9مه نيټه چې څنګه پوځ د سرلښكر جنرل سيد عاصم منير په مشرۍ كښې د صبر او تحمل څرګندونه كړې ٬ په دې دوي ته پېرزوئنې وړاندې كوي
د پاکستان دښمنه قواؤ هدف د پاكستاني پوځ او قام اتحاد دے۔ حافظ طاهراشرفي
Money Che Online Entertainment Links
مضمون کا ماخذ : میٹھا بونانزا