اسلام آباد 01 دسمبر(اے پی پی)د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني وئېلي دي د پاكستان او قازقستان ترمينځه د ورورولۍ اړيكې زمونږ د خارجه پالېسۍ مهمه برخه ده۔د ښو معاشي اړيكو څخه به دوه اړخيزه مرستې ته لا وده وركولو له مرسته ترلاسه شي٬د معاشي او تجارتي روابطو څخه د سيمې په پرمختګ كښې په زړه پورې پیشرفت راتللے شي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د قازقستان سفير كستافن يرزان سره د خبرو په مهال كړې چا چې د شورو په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې د سېنېټ چيئرمېن سره ملاقات كړے۔په ملاقات كښې د پاكستان قازقستان دوه اړخيزه مرستې٬پارليماني او په تجارتي كچه د پلاويو په تبادلو كښې په تندۍ او په مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د پاكستان او قازقستان ترمينځه د ورورولۍ اړيكې زمونږ د خارجه پالېسۍ مهمه برخه ده۔د ښو معاشي اړيكو څخه به دوه اړخيزه مرستې ته لا وده وركولو له مرسته ترلاسه شي٬د معاشي او تجارتي روابط څخه د سيمې په پرمختګ كښې په زړه پورې پیشرفت راتللے شي ۔ده ووئيل په سېنېټ كښې د پاكستان او قازقستان د دوستۍ ډله موجود ده چې د لارې يې د دواړو هېوادونو ترمينځه پارليماني اړيكې لا كوټلې كېدې شي۔ د قازقستان سفير د پاكستان كلتور او د كوربتوب ستائنه وكړه او وې وئېل قازقستان پاكستان سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري
د پاكستان او قازقستان ترمينځه د ورورولۍ اړيكې زمونږ د خارجه پالېسۍ مهمه برخه ده۔د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني
مضمون کا ماخذ : جادوئی اسپن