اسلام آباد 18 فروری (اے پی پی) اولس مشر ډاکټر عارف علوی وئيلي دي چ?? د ??اکستان او سعودی عرب قیادت د خپلو خپلو هېوادونو پرمختګ او سوكالۍ يو ډو?? خیالات او ویژن لري، دواړه هېوادونه خپلو كښې جغرافیائی لحاظ سره فاصله لري خو زمونږ زړونه يو بل سره تړلې شوې دي۔ ده د ګل په ورځ ایوان صدر كښې د سعودی ولی عهد محمد بن سلمان په درناوي كښ?? د ??اسپخښين ميلمستيا دستورې ته خطاب کولو۔ وزیر اعظم عمران خان، وفاقی وزيران ، اعلٰی پوځي او سیاسی قیادت، سفا??تک??ر او نور اعلٰی چارواكي هم پھ دې مهال موجود ؤ۔ ده ووئيل دواړه هېوادونه ټولو عمري د باور وړ ملګري پاتې شوي دي كوم چې خپلو كښ?? د ??رورولۍ او مذهب قوي خپلولې لري۔ اولس مشر هيله ولرله چې پھ هر سخت وخت كښې به دواړه هېوادونو ?? يو بل ملګرتيا كوي، ده ووئيل دواړه هېوادونه په جغرافیائی لحاظ سره لري دي خو زمونږ زړونه يو بل سره تړلې شوې دي۔ ده ووئيل د دواړه هېوادونو ??رمينځه سپریم کوآرډینېشن کونسل جوړيدو سره به دې اړيكو ته لا وده ترلاسه شي۔ اولس مشر د سېلګرۍ په اړه د سعودی قیادت ویژن 2030 او هېواد كښې جدت لپاره معارفي كړې شوې اقدامات وستائل او هيله ئې ولرله چې د دواړو هېوادونو ??رمينځه سباؤن كښې نزدې مرسته او سرمایه کارۍ لپاره نوي پړاؤنه به ډير زر ښكاره شي۔ ده ووئيل پاکستان يو پرمختګ كونكې هېواد دې او د پاکستان قیادت د سعودی قیادت په شان د بدعنوانۍ ختمولو او پرمختګ كولو لپاره هلې ځلې كوي۔ پاکستان په مړانه د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كړې او اوس د سوكالۍ په نوې دور كښې داخلېږي۔ اولس مشر سعودی ولی عهد ته د پاکستان شمالی سيمو دورې كولو بلنه وركړه۔ په دې مهال د سعودی ولی عهد شهزادہ محمد بن سلمان په خپل خطاب كښی په تود هركلې او كوربتوب كولو د پاکستانی قیادت مننه وكړه۔ ده ووئيل دواړه هېوادونه خپلو كښ?? د ??رورولۍ اړيكې لري او دا اړيك?? د ??ورو لپاره د تقلید وړ دې۔ ده ووئيل دا اړيكې د دواړو هېوادونو ??ولس لپاره هم ګټه ور ګرځيدې شي، د پاکستان او سعودی عرب مشرانو ?? دې اړيكو بنیاد اېښودلې دې او د پاکستان جوړيدو په وخت دا اړيكې جوړې شوي۔ د سعودی ولی عهد د خپل هېواد د پرمختګ په عمل كښ?? د ??اکستانیانو ??ذمات رامخې ته كړل۔ ده ووئيل 20 لکھ څخه زيات پاکستانیان د سعودی عرب په پرمختګ كښې كردار ترسره كوي۔ده ووئيل د پاکستانیانو لپاره د لويو لويو پروژو د لارې سعودی عرب د پرمختګ په دې عمل كښې برخه اخستي۔ له بلې پلو د پوځ يو بېنډ د بل لوګ سرودونه وغږول كوم چې د سعودی ولی عهد شهزادہ محمد بن سلمان او د هغه پلاوي وستائل۔ اولس مشر ډاکټر عارف علوی او وزیراعظم عمران خان هم پھ دې موقع موجود ؤ۔ دې نه پس اولس مشر ډاكټر عارف علوی د ایوان صدر په مرکزی دروازه ګران ميلمه ته پھ مخه ښھ ووې
د اولس مشر ډاکټر عارف علوی د سعودی ولی عهد محمد بن سلمان په درناوي كښې د ماسپخښين ميلمستيا دستورې ته خطاب
مضمون کا ماخذ : bolão lotofácil