پېنډې 19 جون (اے پي پي) په بلوچستان كښې امنيتي ځواكونو په كارروائې كښې د ترهګرې په بېلا بېلو كارروائيو كښې ككړ شپږ ترهګر وژلي دي او په لوي مقدار وسله او چاودېدونكي توكي ئې ترلاسه كړي دي. د آئي اېس پي آر لخوا د اتوار په ورځ جاري شوې خبرپاڼې له مخې د بلوچستان د پاروم سيمې په نزدې مركزي زمران غريزه سيمه كښې د ترهګرو د موجودګۍ په اطلاع امنيتي ځواكونو د دوي ګرفتارې لپاره عمليات وكړل. كله چې امنيتي ځواكونو د سيمې كليئرنس عمليات پېل كړل نو ترهګرو د خپلې اډې څخه د تښتې هڅه وكړه او په دې مهال امنيتي ځواكونو ډزې وكړې. د ډزو په تبادله كښې د بي اېل اېف شپږ ترهګر ووژل شول. وژل شوي ترهګر د امنيتي ځواكونو په پوستو د بريد نه علاوه د پنجګور په پروم سيمه او خوا و شا كښې د امنيتي ځواكونو په قافلو د مائنونو په ځائ كولو كښې ككړ وو. د ترهګرو څخه وسله او چاودېدونكي توكي هم ترلاسه شوي دي، كوم چې په سيمه كښې امن او امان خرابولو لپاره استعمالېدونكي وو. وياند وئيلي دي چې امنيتي ځواكونه قوم سره په ګډه د بلوچستان د امن، سلامتيا او پرمختګ عمل د خرابولو هڅو مخ نيوي لپاره پوخ عزم لري.
په بلوچستان كښې امنيتي ځواكونو په كارروائې كښې د ترهګرې په بېلا بېلو كارروائيو كښې ككړ شپږ ترهګر ووژل. آئي اېس پي آر
مضمون کا ماخذ : پاکستان لاٹری نمبر