اسلام آباد 24 مئي (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي چې سياسي استحكام او د اقتصادي پالېسو تسلسل په هېواد كښې د تلپاتې اقتصادي پرمختګ او سماجي خوشحالۍ ترلاسه كولو لپاره مهم دې٬ د تعليم اصل مقصد ځوانان عملي ژوند كښې د محنت لپاره تيارول دي٬مونږ له به پريكړه كول وي چې راتلونكو 25 كلونو كښې د هېواد پرمختګ لپاره كوم اقدامات كول دي٬پاكستان بلها قدرتي پنګې لري ٬د محنت او هلو ځلو د لارې پرمختګ كولې شي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د نهې په ورځ د پاكستان انسټي ټيوټ آف ډوېلپمنټ اكنامكس څلورم كلن كانووكېشن ته د وېنا كولو په مهال وكړه۔ده ووئيل چې د معاشي او سماجي پالېسۍ لپاره ادارې په ګډه كار كوي۔په دې موقع پائيډ وائس چانسلر ډاكټر نديم الحق ووئيل چې پائيډ د منصوبه بندۍ كمېشن او د پاكستان حكومت معاشي پرمختګ تحقيقي مركز دې۔ ده ووئيل چې پائيډ په ټولنه كښې د تحقيق او تعليم په څانګه كښې مهم كردار ادا كوي۔ وائس چانسلر ووئيل چې د پائيډ څخه فارغ شوې زده كونكي آئي اېم اېف٬سټېټ بانك آف پاكستان نړيوال بانك او پاكستاني پوهنتونونو كښې په مهمو منصبونو كار كوي
سياسي استحكام او د اقتصادي پالېسو تسلسل په هېواد كښې د تلپاتي اقتصادي پرمختګ او سماجي خوشحالۍ لپاره مهم دې۔ وفاقي وزير احسن اقبال
مضمون کا ماخذ : گونزو کی تلاش