اسلام آباد 14 جنوري(اے پي پي) وزيراعظم عمران خان په راوي سټي منصوبه كښې د نوموړو نړيوالو سرمايه كارو كمپنو په ژوره خوښۍ لرلو د اطمينان څرګندونه كولو سره وئيلي دي د دې عظيم الشان منصوبې اهميت له مخې به نه يوازې د سرمايه كارۍ موقع رامخې ته شي بلكې اولس ته به د نړيوال معيار د استوګنې سهولتونه په لاس ورشي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د راوي اربن ډويلپمنټ منصوبې پېشرفت، سنټرل بزنس ډسټرکټ او والټن ائير پورټ منتقلۍ پحقله د جاج اغستو غونډې مشرۍ په مهال وكړه ۔ په غونډه كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سينيټر شبلي فراز، د نيا پاكستان هاٶسنګ اتهارټۍ چيئرمېن ليفټېننټ جنرل (ر) انور علي حېدر، د راوي اربن ډويلپمنټ اتھارټي چيئرمېن راشد عزيز او اړوندو لوړ پورو ګډون وكړو٬ د پنجاب وزيراعلٰې صلاحكار ډاکټر سلمان شاه، خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان په غونډه كښې د وېډيو لنك د لارې ګډون كولو٬ په غونډه كښې په راوي سټي منصوبه كښې د نړيوالو او د ملكي سرمايه كارو د خوښۍ د څرګندونې ستائنه كولو سره ووئيل شول يو اے اي ٬ چين او د تركيه د تعميرات څانګې نوموړې سرمايه كارو كپمنو سره لوظنامې كېدونكې دي۔ په غونډه كښې په راوي سټي منصوبې كښې د ماحولياتي تحفظ پحقله د مجوزه قانون سازۍ پېشرفت پحقله هم ګډون كوٶنكي خبر كړے شول۔ په غونډه كښې د منصوبو لپاره د زمكو اخستو ، د لېنډ او زون ډويلپمنټ پحقله د جوړو كړو دريو ګروپونو په كاركردګۍ كښې په ځانګړي پېشرفت هم تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ وزيراعظم عمران خان په راوي سټي منصوبه كښې د نوموړو نړيوالو سرمايه كارو كمپنو په ژوره خوښۍ د اطمينان څرګندونې كولو سره ووئيل د دې عظيم الشان منصوبې اهميت له مخې به نه يوازې د سرمايه كارۍ موقع رامخې ته شي بلكې اولس ته به د نړيوال معيار د استوګنې سهولتونه په لاس ورشي۔ په غونډه كښې د سنټرل بزنس ډسټرکټ پروجېكټ او د والټن ائير پورټ منتقلۍ پحقله په ابتدائي پېشرفت ٬ قانوني او په انتظامي اړخَونو هم بريفنګ وركړے شو ۔دغسې وزيراعظم د سنټرل بزنس ډسټرکټ او د والټن ائير پورټ منتقلۍ د سماجي او معاشي اهميت له مخې د رامخې ته خنډانو د قانون له مخې زر تر زره د لرې كولو سپارښتنه وكړه۔
وزيراعظم عمران خان په راوي سټي منصوبه كښې د نوموړو نړيوالو سرمايه كارو كمپنو په خوښۍ لرلو د اطمينان څرګندونه وكړه
مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری