اسلام آباد۔02 اپرېل (اے پی پی) د تېرو 24 ساعتو په مهال ګرد هېواد كښې د كورونا وائرس د لاسه نور 83 كسان مړه شوي۔ د نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سېنټر لخوا د جاري شوو شمېرو له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 5 زره 234 كېسونه رامخې ته شول۔ په دغه مهال د كورونا وائرس 50 زره 170 ټېسټونه وكړے شول۔ تر دې دمه دې رنځ نه 6 لکه 7زره 205 كسان ښه شوي۔ بلوچستان، ګلګت بلتستان او آزاد کشمیر كښې د کووېډ۔19 كوم رنځور په وېنټي لېټر نشته۔ د ګرد هېواد په بېلو كړو وېنټي لېټرز 421 رنځوران پراته دي۔ ګرد هېواد كښې د کووېډ۔19 اېکټو کېسونو شمېره 56 زره 347 او د ځپلو شمېره 6 لکه 78 زره 165 ده۔ تر دې دمه ګرد هېواد كښی د دې وبا د لاسه په مجموعي توګه 14 زره 613 كسان مړه شوي ۔ ګرد هېواد كښې د كورونا 1 کروړ 2 لاکھ 97 زره 544 ټېسټونه شوي۔هېواد كښې د كووېډ -19 درملنو له بېلو كړو 631 روغتونونو كښې د 3 زره 993 رنځورانو درملنې روانې دي
د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 5234 کېسونه رامخې ته شول۔ 83 كسان مړه شول ٬ نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سېنټر
مضمون کا ماخذ : como ganhar na raspadinha