اسلام آباد 09 فروري (اے پي پي) د پاكستان حكومت لخوا افغانستان لپاره تجارتي چارې آسانولو لپاره مهم ګام تر مخه ٬ اليكټرك امپورټ فارم په عارضي توګه ختم كړے شوے۔د دې خبرې پريكړه د قامي سلامتيا صلاحكار ډاكټر معيد يوسف په مشرۍ كښې د افغانستان نړيوال وزارتي رابطې سيل غونډې په مهال شوې۔په غونډه كښې افغانستان كښې د پاكستان خاص استازي محمد صادق او خارجه دفتر٬داخله وزارت٬تجارت وزارت٬اېف بي آر او د اېف آئي اے استازو ګډون كولو۔د شورو په ورځ جاري شوي پرېس رېليز له مخې دا اساني په ابتدائي توګه 45 ورځو لپاره ده كومه چې د وزيراعظم عمران خان لخوا په افغانستان كښې د ممكنه بشري او معاشي بحران مخ نيوي له د مرستې هدايات عملي كولو په توګه وركړی شوې۔د نوو اقداماتو معرفي كېدو نه پس به د افغانستان څخه درآمدات د اليكټرانك امپورټ فارم د لازمي ضرورت نه بغېر ممكن شي
مضمون کا ماخذ : میگا جیک پاٹس: کلیوپیٹرا