واشنګټن 15 اكتوبر(اے پي پي)د خزانې وفاقي وزير شوكت ترين وئېلي دي د وزيراعظم عمران خان حكومت د هېواد پرمختګ او د اصلاحاتو كولو لپاره پوخ عزم لري۔ده دا خبرې د جمعې په ورځ په واشنګټن ډي سي كښې د پاكستان سفارت او د آئي بي اے كراچۍ په مرسته د پاكستاني معيشت په موضوع راجوړ شوي سېمينار ته په خپله وېنا كښې وكړې۔په دې موقع په امريكا كښې د پاكستان سفير اسد مجيد خان د آئي بي اے ډائرېكټر ډاكټر سيد اكبر زيدي٬د سټېټ بېنك ډپټي ګورنر ډاكټر مرتضٰی سيد او نور هم موجود وو۔د خزانې وزير ووئيل د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې حكومت د هېواد پرمختګ او د اصلاحاتو لپاره پوخ عزم لري۔په ټولو څانګو كښې اصلاحات كولې شي۔ده ووئيل حكومت د آئي ټي څانګې بهترۍ لپاره هم جامع اقدامات كوي۔د خزانې وزير د ترسيلات زر د لارې د هېواد معيشت بهترۍ له د بهر مېشته پاكستانيانو كردار وستائېلو۔
د وزيراعظم عمران خان حكومت د هېواد پرمختګ او اصلاحات لپاره پوخ عزم لري۔د خزانې وفاقي وزير شوكت ترين سېمينار ته وېنا
مضمون کا ماخذ : پھل اور سات