پېنډې 26 ستمبر (اے پي پي) د امنيتي ځواكونو لخوا د شمالي وزيرستان په دوسالي سيمه كښې د كليئرنس عملياتو په مهال يو ترهګر وژل شوے. د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې ﴿آئي اېس پي آر﴾ لخوا د اتوار په ورځ په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې د اتوار په ورځ د ترهګرو د موجودګۍ په اطلاع امنيتي ځواكونو د شمالي وزيرستان ضلعې په دوسالي سيمه كښې د كليئرنس عمليات وكړل. اميتي ځواكونو سره د ډزو په تبادله كښې يو ترهګر وژل شوے. وسله والو ځواكونو د كليئرنس عملياتو په مهال په لويه اندازه وسله او چاودېدونكي توكي هم ترلاسه كړي دي.
مضمون کا ماخذ : فائر جوکر