اسلام آباد05 اګست (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئېلي دي پاكستان كښې ټولې ادارې خپلواكه او د آئين له مخې كار كوي٬كه شهباز شريف رېښتونے وي نو د خپل ځان نېب ته د وړاندې كولو نه ولې يرېږي؟ كه شهباز رېښتونے وي نو خپل ځان دې احتساب لپاره وړاندې كړي۔د زيارت په ورځ د مريم اورنګزېب د بيان په غبرګون ده ووئيل شريفې كورنۍ په ادارو فشار اچولو د ٬مني لانډرنګ او كرپشن نوے تاريخ ئې جوړ كړے۔ده ووئيل وزيراعظم عمر له د آئين د سرلوړۍ او د طاقتور او كمزوري لپاره د يو ډول قانون خبره كړې۔عمران خان چې كله اقتدار كښې نه ؤ نو هغه وخت يې هم خپل ځان عدالتونو ته وړاندې كړے۔ده ووئيل عمران خان خپل مني ټريل عدالت ته وړاندې كړے او سپريم كورټ هغه صادق او امين ګرځولے
مضمون کا ماخذ : میگا سینا اکمولاڈا