اسلام آباد 13جنوري (اے پي پي)د مواصلات وفاقي وزير مراد سعيد وئېلي دي د مني بجټ نوې ټيكسونه به ريفنډ شي٬د پي ټي آئي پارليماني پارټۍ غونډې په موقع اے پي پي سره په خبرو كښې ده ووئيل په مني بجټ به په عام كس كوم اغيز نه كېږي او په نوو بېلو سېكټرو به لګولې شوې نوې ټيكسونه ريفنډ شي۔د زيارت په ورځ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د پارليماني پارټۍ غونډې نه پس ګوادر سره تعلق لرونكي د قامي اسمبلۍ غړي محمد اسلم بهوتاني ووئيل د تېرو حكومتونو لخوا د نړيوالې ادارې څخه اخستلې شوو قرضونو په سبب موجوده حكومت ستونزو سره مخ دے۔ده ووئيل حكومت د نوو ټېكسونو لپاره د آئي اېم اېف وړاندې مجبور دے او كوم هم حكومت نه غواړي چې په عام كس بوج پريوځي خو د هېواد په ګټه ځينې پريكړې كول وي٬ ده ووئېل هيله ده چې ډېر زر به حكومت د دې سخت وخت څخه راوځي
مضمون کا ماخذ : رومن دولت