اسلام آباد 26 نومبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر په مشرۍ كښې د جمعې په ورځ د كال 2022 اوومې سر شمېرې پحقله د درېم پېشرف د جاج اغستو غونډه شوې ۔ په دې موقع د پلاننګ كمېشن ډپټي چيئرمېن ، د پلاننګ كمېشن سېكرټري ، د شماريات ډويژن چيف محمد سرور ګوندل (ډيجيټل سر شمېرۍ لپاره فوکل پرسن) او نورو لوړ پورو هم په غونډه كښې ګدون كولٶ۔ په دې موقع د سر شمېرې د كار په تګ لاره او پېشرفت تفصيلي پرېزنټيشن وركړے شو۔ غونډې ته ووئيل شول د پي بي اېس په ټائم لائنز په سختۍ سره عمل روان دے او تر اوسه د كال 2023 ټولټاكنو لپاره په حد بندۍ لپاره به الېكشن كمېشن ته تر دسمبر كال 2022 ډېټا وركولې شي۔ د دې نه علاوه غونډې ته ووئيل شول كابينې د اكتوبر په 5م د 2021 سر شمېرې د مشاورتي كمېټۍ سفارشات سي سي آئي ته د لېږلو منظوري وركړې ٬ د وړومبئ ډيجيټل سر شمېرې چيلنجنګ ټائم لائنز او زياتو هلو ځلو تر مخه به پي ي اېس بېلا بېلو قامي ادارو لكه نېشنل ټېلي کميونيکېشن، سپارکو، اېن آر ټي سي، نادرا او اېن ټي سي سره مرسته كوي دغسې چې د خپل كار په كاميابۍ سر ته رسولو لپاره د خدمات وركړه باوري كړے شي
د وفاقي وزير اسد عمر په مشرۍ كښې د كال 2022 سر شمېرې پحقله د درېم پېشرف د جاج اغستو غونډه٬ د سر شمېرې په د كار په تګلاره او پېشرفت پرېزنټيشن وركړے شو
مضمون کا ماخذ : شمال کے ڈریگن