اسلام آباد 20 جولائي (اے پي پي﴾ په چين كښې د پاكستان سفارت وئيلي دي چې د سي پېك له مخې د خاص اقتصادي ځايونو پرمختګ او ودې لپاره شريكې هڅې د ستائنې وړ دي. په چين كښې د پاكستان سفارت په خپلو ټويټونو كښې وئيلي دي چې د سي پېك له مخې د خاص اقتصادي ځايونو پرمختګ او ودې لپاره اقدامات خوشبينه دي. په دې لړ كښې د چين انډسټريل اېنډ كمرشل بانك او د چين د روډ برج كارپورېشن په شركت د رشكئي خاص اقتصادي زون د لارې د پاكستان او چين د صنعتي سرمايه كارې او شركت ودې په اړه وېبنار وشو. په وېبنار كښې ځائي او غېر ملكي سرمايه كارو، د پاكستان د سرمايه كارې بورډ او د سي پېك اتهارټۍ چارواكو او د چين د نامتو كمپنو استازو هم ګډون وكړو.
مضمون کا ماخذ : کراچی لاٹری