اسلام آباد22جون (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله وئېلي دي د قامي سلامتيا كمېټۍ په غونډه كښې عسكري او سياسي قيادت اتفاق كړے چې د پارليمان په لارښوونه كښې به د ټي ټي پي سره د خبرو اترو معامله مخ په وړاندې بوتللې شي٬د آئين خلاف به كومه خبره ونه منلې شي ٬كه كومې تحقيقاتي ادارې د عمران خان او د هغه د كور ودانې نامه په اي سي اېل كښې د اچولو ووئېل نو اچولې به شي٬په عمران خان په اصل كښې عدم اعتماد د هغه اتحاديانو كړے ٬څومره ووټ چې د پي ټي آئي ؤپه دومره ووټ شهباز شريف وزيراعظم جوړ شوے ٬ په يو څو ورځو كښې به د نېب چيئرمېن پريكړه وشي٬هغه كس به د نېب چيئرمېن وي كوم چې د انصاف تقاضې پوره كړي او د ادارې خرابۍ هم لرې كړي٬د عمران خان د امريكې سازش څخه پیل شوې بيانيه په نيوټرل ختمه شوه٬عمران خان دې اووئي چې د شهباز شريف په ضد كوم 70 كيسونهقائم دي۔ده د شورو په ورځ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب سره د پي ټي وي په ھېډكوارټر كښې مېډيا ته بريفنګ وركولو۔وفاقي وزير ووئيل په وزيراعظم هاؤس كښې په مهمو چارو د پارليمان د قامي سلامتيا كمېټۍ غونډه شوې٬په غونډه كښې په امنيتي صورتحال پارليماني لارښودو له بريفنګ وركړے شوے چې پكښې ٬د هېواد سلامتيا او امن٬ګاونډيانو سره د اړيكو جاج اخستلے شوے۔په غونډه كښې ټي ټي پي سره د خبرو اترو په اړه ګډون كوونكې په باور كښې اخستلے شوي او د افغانستان په صورتحال كمېټۍ ته بريفنګ وركړے شوے ۔د قامي سلامتيا كمېټۍ غونډه كښې سياسي او عسكري قيادت موجود وو٬په غونډه كښې په مهمو قامي چارو بريفنګ وركړے شوے۔پارليماني غړې باور كښې اخستو لپاره به ان كيمره بريفنګ رابللے شي۔وزيراعظم شهباز شريف به په خبرو اترو ايوان باور كښې اخلي۔ده ووئيل عمران خان ادارې مس يوز كړي٬كوم څيز چې په درې نيمو كلونو كښې نه دې ثابت شوے اوس به څه ثابت شي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د پيپلز پارټۍ د اړخه آصف علي زرداري د قامي سلامتيا كمېټۍ په غونډه كښې ګډون كولو ٬ هغه هم په دې حق كښې وو چې د ټي ټي پي سره خبرې وكړی شي۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل يوه رائے دا ده چې كوم كسان چې د رياست په ضد نه دي استعمال شوي هغه دې قامي چوكاټ كښې راوستلے شي۔د ټي ټي پي د كورنيو او اولاد كوم قصور نشته٬بايد هغوي قامي چوكاټ كښې شامل كړے شي
د پارليمان لارښوونې تر مخه به ټي ټي پي سره د خبرو اترو معامله مخ په وړاندې بوتللې شي٬د آئين خلاف به كومه خبره ونه منلې شي ۔د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب سره مېډيا سره خبرې
مضمون کا ماخذ : دیگر کلیدی الفاظ