اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي چې د پي ټي آئي په اكاونټس كښې ټولې روپۍ د قانون له مخې راغلې ٬ داسې چرته هم نه دې ثابت شوې چې مونږ د كومې ملټي نيشنل كمپنۍ يا د هېواد د ګټو په ضد چليدونكې ادارو څخه كوم فنډز اخستې وي،زمونږ سره په هېواد كښې دننه شوې شوې د 83 كروړه روپو ريكارډ هم شته،ن ليګ او پيپلز ګوند له چيلنج دې چې په هېواد كښې دننه ګوند له د فنډ وركونكو 4 كسانو ريكارډ وړاندې كړې ، شاهد خاقان عباسي دې قوم بې لارې كولو څخه ډډه وكړي،ن ليګ او پيپلز ګوند د يو اېس اېس اے او يو كے كښې لميټډ كمپنۍ په توګه رجسټرډ دې ، فضل الرحمان دې هم چمتو شي ليبيا او نورو هېوادونو څخه اخستلې شوې فنډنګ حساب به وركول وي ،اكبر اېس بابر تورونه د سكروټني كمېټۍ رد كړې دي،ن ليګ ټول ژوند په ډيل تير كړې ،څوك نائيټ او څوك آفټر نون ډيل لټوي ،جنرل جيلاني په غيږه كښې ئې سياست پيل كړې۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ پي ټي وي هيډكوارټر كښې خبرې كنفرنس ته وينا كښې وكړه۔وزير مملكت فرخ حبيب ووئيل اليكشن كمېشن كښې سكروټني كمېټۍ رپورټ ډلو ته حواله كړې ، په دې رپورټ هغه څوك خبره كوي كوم چې د خپل ګوند د اكائونټس په اړه معلومات هم نه لري۔ده ووئيل د پيپلز ګوند په اكاؤنټس كښې د 35 كروړه روپو ريكارډ نشته ، پيپلز ګوند 2013 كښې 9 اكاونټس، 2014 كښې 11اكاونټس او 2015 كښې 10اكاونټس اليكشن كمېشن څخه پټ كړې۔ن ليګ 9اكائونټس د اليكشن كمېشن څخه پټ ساتلې ، د هغوې اكاونټس ته 62 كروړه روپۍ راغلې ، په هغې كښې 45 كروړه عطيات ريكارډ هم نشته
د پي ټي آئي په اكاونټس كښې ټولې روپۍ د قانون له مخې راغلې،ن ليګ او پيپلز ګوند له چيلنج دې چې په هېواد كښې دننه ګوند له د فنډ وركونكو 4 كسانو ريكارډ وړاندې كړې ، شاهد خاقان عباسي دې قوم بې لارې كولو څخه ډډه وكړي،د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب
مضمون کا ماخذ : خلائی جنگیں