اسلام آباد 02 نومبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې په اوسني بحران كښې مېډيا د ذمه وارې او احتياط څرګندونه كړې، په ذمه وارې سره رښتيا بيانول صحافت دے. د نهې په ورځ په خپل يو ټويټ كښې د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل چې په اوسني بحران كښې مېډيا چې د كومې ذمه وارې او احتياط څرګندونه كړې، د اطلاعاتو وزارت لخوا په دې د مېډيا مننه كوم. ده ووئيل چې كه مېډيا په داسې بحرانونو كښې د ذمه وارې څرګندونه ونه كړي نو د حكومتونو كشالې زياتېدې شي، په ذمه وارې سره رښتيا بيانول صحافت دے.
مضمون کا ماخذ : تھور میگا ویز کی طاقت