اسلام آباد۔16جون(اے پی پی) د وزيراعظم د قانون او داخله چارو خاص مرستيال عطاﺀ الله تارړ وئيلي دي چې سياستوالو هېواد لپاره بلها قربانۍ وركړې دي٬ مخ په وړاندې تللو له هېواد كښې د احتساب عمل ضروري دے٬ په تېر حكومت كښې د سياسي مخالفينو په ضد سختې انتقامي كا??رو??يۍ وكړې شوې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ خبري كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ ده ??وئيل د ا??ن او انصاف باوري كولو له د قانون حكمراني ضروري ده۔ ده ??وئيل په هېواد كښې په څه نه څه شكل كښې د ټولو طبقو ټول عمري احتساب شو ےدے٬ كه هغه په قانوني توګه وي ٬ اخلاقي توګه ٬ د پارليمان د لارې ٬ د عدليې د لارې يا په پبلك كښې د سكروټني حوالې سره ٬ او اولس د سياستوالو احتساب كوي۔ ده ??وئيل سياستوالو په دې هېواد كښې ټول عمري قربانۍ وركړې دي٬ ټول عمري يۍ د ناكړې ګناهونو سزا خوړلې ده۔ ده ??وئيل په كوم ډول چې په تېرو 4 كلونو كښې انتقامي سياست خپل بام ته رسېدلے وو او يو مهم چلولے شوے وو او چا چې چلولے وو هغه نن د احستاب له عمل څخه د بچ كېدو هڅې كوي۔ ده ??وئيل د ټولو طبقو احتساب كېږي٬ د ثبوت نه غېر٬ د كوم جواز نه غېر چا ته سسلين مافيا وئيلې كېږي٬ څوك د پبلك آفس هولډر نه كېدو باوجود زندان ته لېږلې شي٬ د چا د ضمانت اپيل دوه دوه كال ځنډولې ساتلې شي٬ دلته به انصاف څوك كوي؟ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ??وئيل چې د آئین آرټیکل 209 لاندې دا خبره درج ده چې د ججانو حوالې سره كومه كا??رو??ئي وي هغه به د سپريم جوډیشل کونسل لاندې وي۔ د سپریم جوډیشل کونسل جوړولو مقصد په غېر قانوني اقداماتو محاسبه كول دي۔ عطاء اللہ تارړ ووئيل چې په ظاهره آرټیکل 209 غیر فعاله ښكاري۔ ده ??وئيل تېره ورځ مې په ميډيا يو خبر ولېد چې د اسلام آباد هائیکورټ د يو سینئر جج په ضد يو وكيل په سپريم كورټ جوډيشل كونسل كښې رېلفرنس جمع كړے دے۔ ده ??وئيل زه معزز چ??ف جسټس آف پاکستان ته خواست كوم چې دا رېفرنس دې په سمدستي توګه سماعت لپاره غوره كړے شي دغسې چې د انصاف تقاضې ترسره شي
سياستوالو هېواد لپاره بلها قربانۍ وركړې دي٬ مخ په وړاندې تللو له هېواد كښې د احتساب عمل ضروري دے٬ د عطاﺀ الله تارړ خبري كنفرنس
Wild Hell Online Entertainment Official Website
مضمون کا ماخذ : ڈریگن کی قسمت