اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي) وز??راعظم شهباز شريف سره د كنوينر خالد مقبول صديقي په مشرۍ كښې د متحده قومي موومنټ پلاوي ملاقات وكړو۔ د ګل په ورځ د وز??راعظم آفس مېډيا ونګ ل??وا جاري شوي بيان له مخې په پلاوي كښې ډاكټر خالد مقبول صديقي٬ ډاكټر فاروق ستار٬ د آئي ټي وفاقي وز??ر سيد امين الحق او د سندھ ګورنر كامران ټيسوري شامل وو۔ پلاوي د 7م ډيجيټل مردم شمارۍ په اړه د تحفظات په لرې كولو او مردم شمارۍ سره اړوند د دوي وړاندېزونو په شاملولو د وز??راعظم مننه وكړه۔ په دې موقع وز??راعظم ووئيل چې د لوے څښتن په فضل او كرم سره 7م ډيجيټل مردم شماري خېر خيريت سره بشپړ شوې او نتيجې يۍ د ټولو سياسي ګوندونو د رايو اتفاق سره منظوري شوې دي۔ په ملاقات كښې د هېواد په موجوده سياسي صورتحال تفصيلي مشاورت وكړے شو۔ پلاوي وز??راعظم سندھ په خاص توګه كراچۍ كښې د پرمختيائي پروژو په اړه خبر كړو۔په ملاقات كښې د اقتصادي چارو وفاقي وز??ر سردار اياز صادق و انجينئر خرم دستګير ??م موجود وو
وزيراعظم شهباز شريف سره د ايم كيو اېم پلاوي ملاقات٬ د هېواد په سياسي صورتحال مشاورت
Prosperous Jewelry Online Entertainment Entrance
مضمون کا ماخذ : قدیم مصری کلاسک