پیښور 13 اكتوبر (اے پي پي)نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ وئېلي دي د حكومت په وخت اقدامات څخه دامريكائي ډالر بيعه كښې كمے راغلے ٬د قاچاق او ذخيره اندوزۍ مخ نيوي كښې د پاك پوځ لخوا وړاندې كړی مرسته د ستائنې وړ ده٬قاچاق او كرپشن بيخي زغملے نه شو٬د خېبرپښتونخوا پوليس او كاؤنټر ټيررازم ډيپا??ټم??ټ قوي كولو لپاره د اقدامات كولو ضرورت دے٬د ترهه ګرۍ پیښو مخ نيوي لپاره د خېبرپښتونخوا پوليس او انتظاميې هڅې د ستائنې وړ دي٬مونږ به چا له هم اج??زه ورنه كړو چې كوم تنظيم ي?? ډله وسله پورته كړي او د رياست رټ چېلنج كړي٬وفاقي او صوبائي حكومتونه په نېشنل ايكشن پلان عملدرآمد لپاره هڅې كوي۔د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي پرېس ريليز له مخې د وزيراعظم په مشرۍ كښې د خېبرپښتونخوا چارو په اړ?? مهمه غونډه د جمعې په ورځ په ګورنر هاؤس پېښور كښې وشوه۔وزيراعظم ته د خېبرپښتونخوا امن او امان د ت??زه صورتحال په اړ?? هم بريفنګ وركړے شو۔د غونډې ګډون كوونكو سره په خبرو كښې وزيراعظم ووئيل د حكومت په وخت اقدامات څخه دامريكائي ډالر بيعه كښې كمے راغلے ٬د قاچاق او ذخيره اندوزۍ مخ نيوي كښې د پاك پوځ لخوا وړاندې كړی مرسته د ستائنې وړ ده۔وزيراعظم ووئيل قاچاق او كرپشن بيخي زغملې نه شو۔وزيراعظم ووئيل په پاكستان كښې په غېر قانوني توګه مېشته كسان بېرته لېږو خو دا خيال دې وساتلے شي چې په قانوني توګه مېشته غېر ملكيانو ته په دې اړ?? كوم مشكلات نه وي۔ده ووئيل مونږ امر كړے چې د امن او امان او امنيتي صورتحال ښه والي لپاره به هر ممكن وسائل كارولے شي٬٬د خېبرپښتونخوا پوليس او كاؤنټر ټيررازم ډيپا??ټم??ټ قوي كولو لپاره د بشپړه اقداماتو كولو ضرورت دے۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ پیښو مخ نيوي لپاره د خېبرپښتونخوا پوليس او انتظاميې هڅې د ستائنې وړ دي۔وزيراعظم ووئيل مونږ به چاله هم اج??زه ورنه كړو چې كوم تنظيم ي?? ډله وسله پورته كړي او د رياست رټ چېلنج كړي۔ده هدايت وكړو چې پوليس ته دې جديد آلات وركړے شي دغسې چې د ترهه ګرۍ په بشپړه ډول مقابله وكړې شي۔ده ووئيل وفاقي حكومت به د خېبرپښتونخوا حكومت ته هر ممكنه آسانۍ او وسائل وركوي۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې وسله والو ځواكونو او پوليس لازوال قربانۍ وركړې دي٬ټول قام امنيتي ځواكونو او پوليس سره ولاړ دے٬وفاقي او صوبائي حكومتونه په نېشنل ايكشن پلان عملدرآمد لپاره هڅې كوي۔وزيراعظم خېبرپښتونخوا ته د ورمخې ته شوو مالي او نورو مسئلو حل كولو باور وركولو سره ووئېل د صوبې مالي مسئلو او د نوو ضم شوو ضلعو مسئلو په اړ?? به حكمت عملي تيارولې شي۔په غونډه كښې د خېبرپښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي٬د خېبرپښتونخوا لنډ مهاله اعلٰی وزير اعظم خان٬صوبائي وزيرانو سيد مسعود شاه٬بېرسټر فيروز جمال٬جسټس(ر)ارشاد قيصر٬احمد رسول بنګش٬آصف رفيق٬ډاكټر نجيب الله٬ډاكټر محمد قاسم جان٬جسټس(ر)ارشد حسېن شاه٬سيد عامر عبدالله٬انجينئر عامر نديم دراني٬انجينئر انحمد جان٬د وزيراعلٰی صلاحكارانو ډاكټر رياض انور٬ډاكټر سرفراز علي شاه٬د وزيراعلٰی خاص م??ستيال ظفر الله خان٬د خېبرپښتونخوا چيف سېكرټري نديم اسلم چوهدري او اړ??ندو سركاري افسرانو ګډون كولو
د نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ په مشرۍ كښې د خېبرپښتونخوا د مهمو چارو په اړه غونډه
Olympus Gate Entertainment Platform Website
مضمون کا ماخذ : مردہ یا زندہ II