اسلام آباد۔29نومبر(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف وئيلي دي د وخت غوښتنه ده چې نړيواله ورورلي په پراخه زړنو فلسطينيانو سره د يووالي څرګندونه وكړي۔ د شورؤ په ورځ فلسطين سره د يووالي نړيوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښی ده ووئيل د پاكستان او??س او پارليمان خپلو فلسطينيانو وروڼو سره په بشپړه توګه د يووالي څرګندونه كوي۔ ده ووئيل د اسرائيل قابض ځواكونو لخوا د فلسطينيانو ماشومانو ٬ مېرمنو او بې ګناه وګړو عا??ه وژنه د شرم او غندنې وړ ده۔ په نړۍ كښې تلپاتې امن له به د فلسطين او كشمير پشمول ټولې شخړې هوارول وي۔ په فلسطین كښې د روانې نسل كشۍ او جبري بې دخلۍ مخنيوي له به عملي ګامونه پورته كول وي۔ ده ووئيل د فلسطين په روانه وضعه د نړيوالې ورورولۍ غلې پاتې كېدل اندېښمن دي۔ ده ووئيل د فلسطين مسئلې حل د كال 1967 پولو تر مخه د آزاد فلسطيني رياست جوړولو او القدس الشريف د دې پلازمينه ګرځولو سره تړلے دے۔ ده غوښتنه وكړه چې ملګري ملتونه دې په فلسطين كښې د بشري حقونو خلاف ورزو مخنيوي له خپل كردار ترسره كړي۔ سپيكر ووئيل اسرائيلي ظلمونه د فلسطيني او??س د خپلواكۍ حق ترلاسه كو??و له د روان تحريك لاره نيولې نه شي۔ دغسې سپيكر د فلسطيني او??س سياسي ٬ سفارتي او اخلاق ملاتړ روان سات??و له د پاكستان د اصولي دريځ پخلے هم وكړو
نړيوال ورورولي دې په پراخه زړونو فلسطينيانو سره د يووالي څرګندونه وكړي٬ د قامي اسمبلۍ سپيكر
Super golf course entertainment platform entrance
مضمون کا ماخذ : bolão lotofácil