اسلام آباد 11 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي وزيراعظم به په 14م اګست په بشپړه توګه د ري ريكارډډ قامي ترانې اجراﺀ كوي٬ د پاکستان په 75مه سالګره ټول پاكستان په ولوله كښې دے٬ مونږ به خپل ملي اتلان٬ قامي كلتور او قامي ورثه رامخئ ته كوٶ، د اطلاعات او خپرونو وزارت تر اهتمام لاندې به د پاكستان سالګره په قامي جذبه لمانځلې كېږي۔ دا خبره دې د زيارت په ورځ د ډائريکټورېټ آف اليکټرانك ميډيا اينډ پبلي کيشنز تر سېوري لاندې د ډيجيټل فوټو ګرافي نندارتون پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ وفاقي وزيرې ووئيل د وزيراعظم په امر د اطلاعات وزارت تر اهتمام لاندې د بېلا بېلو دستورو تابيا شوې ٬ سږ كال د 75م سالګرې په موقع د قامي سرود ري ريكارډډ بشپړ كړے شوے د كومې پرومو چې به نن جاري كولے شي۔ دې ووئيل په كال 1954 كښې قامي سرود په وړومبي ځل رېكارډ كړے شوے ٶ چې پكښې د وخت سره سره جدت راوستلے كېدو ۔ دې ووئيل ري ريکارډډ قامي ترانه د ګرد هېواد هنرمندانو وئېلې ده۔ دې ووئيل د قامي ترانې د رېكارډنګ كار په كال 2017 كښې پېل شوے ٶ، تېر حكومت هم په دې كار جاري ساتلے ؤ ٬ د تېرو 4 مياشتو په مهال په دې مونږ كار كولو، دا يوه داسې منصوبه ده چې مونږ پرې ټول فخر كوٶ۔ وفاقي وزيرې ووئيل وزيراعظم به په 14م اګست ري ريکارډډ قامي ترانه د قامي بېرغ هسك كولو دستورې په مهال لانچ كوي۔ دې ووئيل د پاكستان د 60 فيصده آبادۍ عمر د 30 كالو نه په كم عمر ځوانانو مشتمل دے، دا ځل د پاكستان 75مه سالګره لمانځلو په مهال د ځوانانو پشمول ټول پاكستانيان په جوش او ولوله كښې دي٬ د کافي ټېبل بك د ډيجيټل لانچ پحقله خبرو كښې وفاقي وزيرې ووئيل کافي ټيبل بك كښې د پاكستان كلتور رامخئ ته كړے شوے،هر كس “کافي ټېبل بك” په خپل موبائل ډاٶن لوډ كولو سره كتلے شي٬ دې كيو آر كوډ سره هم لنك كړے شوے ٬ د موبائل د لارې كيو آر كوډ سكېن كولو سره هم كافي ټېبل بك كتلے كېدے شي۔ مريم اورنګزېب ووئيل اولس ته اپيل شوے چې ھغوي په دې ورځو كښې پاکستان ټيلي ويژن خامخا ګوري٬ په قامي چېنل د ”پاکستان كهاني” په نامه مختلف سيريز وړاندې كېږي چې پكښې د هېواد تاريخ بيان كړے شوے۔ دې ووئيل په راډيو او ټي وي دا ټولې قيصۍ كوچنيانو او ځوانانو لپاره وړاندې كېږي چې پكښې پاكستان جوړېدو لپاره د وركړے شوو قربانيو ذكر دے۔ دې ووئيل د پاكستان 75مې سالګري پحقله د هرې ورځې هلې ځلې په پي ټي وي خپرولې كېږي، په 75 مې سالګرې دستورو كښې د پاكستان دننه ټيکنالوجي، ماس ټرانزټ، کنيکټيويټي، پاکستان يو اتومي قوت دے پحقله ټول څيزونه رامخې ته كړے كېږي۔ دې ووئيل د پاكستان 75مې سالګري دستورو پحقله په سوشل ميډيا هم كمپائن روان دے۔ په دس مهال وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د ډيجيټل عكسونو د نندارتون په تابيا كولو ډائريکټوريټ آف اليکټرانک ميډيا اينډ پبلي کيشنز ته مباركي وركړه۔ د يادونې وړ ده د نندارتون تابيا ډائريکټوريټ آف اليکټرانک ميډيا اينډ پبلي کيشنز لخوا شوې وه۔ په دې موقع د وزارت لوړ پوري هم په دستوره كښې موجود وو چا چې د ډيجيټل عكسونو د نندارتون جاج واخست۔ په دې موقع د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې د كافي ټېبل بك هم پرانسته وكړه٬ په دې مهال د پاكستان د آزادۍ پحقله يو دستاويزي فلم هم وښودلے شو
د پاکستان په 75مه سالګره ټول پاكستان يوه ولوله لري٬ وزيراعظم به په 14م اګست په بشپړه توګه د ري ريكارډډ قامي ترانې اجراﺀ كوي، د وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د آزادۍ ورځې پحقله د ډيجيټل فوټو ګرافي نندارتون پرانستې دستورې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : لاٹری آن لائن خریداری