اسلام آباد 09 جون (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وزير مملكت زرتاج ګل وئېلي دي د اونو نالولو په تحريك كښې به د ځوانانو د ګډون بشپړه ډاډګيرنه كولې شي٬زده كوونكو ته به د تعليم په مهال د اونو بوټو نالولو په بدل اعزازي نمبرې هم وركولې شي۔دې مقصد لپاره به ضروري قانون سازي كولې شي۔اے پي پي سره په خاص خبرو كښې زرتاج ګل ووئيل وزيراعظم عمران خان د راتلونكو نسلونو سباؤن محفوظول غواړي٬ده دې مقصد لپاره د پاك شين او خيرازه پاكستان نه يوازې تصور وړاندې كړے بلكې په دې لړ كښې يې عملي او انقلابي اقدامات هم كړي ۔زرتاج ګل ووئيل د كلين ګرين پاكستان تحريك كاميابۍ لپاره په دې كښې د ټولنې د هرې طبقې فعاله ګډون باوري كولې شي۔په دې لړ كښې په دې تحريك كښې ځوانان شاملولو لپاره د موسمياتي بدلون وزارت د يو بل وړاندې كولو اراده لري چې له مخې به يې زده كونكو ته د اونو نالولو په بدل اعزازي لمبرې وركولې شي۔د 20 بوټو په بدل د 20 لمبرو غزندې پروګرام سره به نه يوازې په دې قامي مقصد كښې برخې اخستو لپاره د ځوانانو ډاډګيرنه وشي بلكې د پاكستان د كلين ګرين كولو خوب به هم رښتيا شي
د اونو نالولو په تحريك كښې به د ځوانانو د ګډون بشپړه ډاډګيرنه كولې شي٬زده كوونكو ته به د تعليم په مهال د بوټو نالولو په بدل اعزازي نمبرې هم وركولې شي۔د موسمياتي بدلون وزير مملكت زرتاج ګل
مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا