اسلام آباد 27مارچ(اے پی پی)خارجه وزير اسحاق ډار شريكې همغږۍ او شريك سوچ لپاره ??برې اترې او مرسته مهمه ګرځولو سره وئېلي دي د پاكستان خارجه پالېسي امن٬مساوات او د انصاف په اصولو اډانه ده٬ پاكستان د ټولې نړۍ امن لپاره ?? هېوادونو ترمينځه ??را??تدارۍ ته وده وركولو لپاره چمتو ??ے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ روژه ماتي ته په خپله وينا كښې كړې۔خارجه وزير په دې مهال د پاكستان وزيراعظم ته په خارجه وزارت كښې په خاص بين المذاهب افطار ډنر كښې هركلے اووې٬ ده ووئېل دا زما لپاره ?? درناوي سبب دے چې زه د وزيراعظم دلته هر كلے كوم ٬ ده ووئېل په بين المذاهب افطار ډنر كښې د سفارتي وروڼو د موجودګۍ مننه كوم۔ده د سفيرانو پاكستان سره ?? خبرو اترو او مرستې په وده كښې د كردار ستائنه كولو سره ووئېل د ټولې نړۍ مسلمانانو لپاره ?? روژې مباركې مقدس مياشت د خاص مذهبي او سماجي اهميت وړ ده۔خارجه وزير ووئيل پاكستان به د ګڼ اړخيزه امن٬پرمختګ او شريكې خوشحالۍ علمبردار وي۔ده ووئيل پاكستان 2025 او 2026 لپاره ?? ملګرو ملتونو سلامتي كونسل غېر مستقل چوكۍ لپاره كانديد دے٬د آسيا پيسفك ډلې هېوادونو په دې لړ كښې د پاكستان ملاتړ كړے ٬د پاكستان ملاتړ لپاره مونږ د هغې هېوادونو مننه كوو۔خارجه وزير ووئيل پاكستان سلامتي كونسل كښې د غېر مستقل چوكۍ لپاره ?? نورو ټولو هېوادونو د ملاتړ خوښي لري٬كونسل كښې د خپلې مودې په مهال به پاكستان نړيوال امن او سلامتيا په ځاې ساتلو لپاره ?? كونسل مينډېټ ته وده وركوي۔خارجه وزير ووئيل د روژې مباركې مياشت كښې مونږ له د غزه مسلمانان هېرول نه دي پكار٬د غزه مسلمانان د تېرو 6 مياشتو څخه د خوراك كمي او جنګ سره مخ دي۔ده ووئيل په غزه كښې سمدستي او د غېر مشروط جنګ بندۍ وخت راغلے ٬د جنګ بندۍ غوښتنه د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل كړې ٬د سيمه ايز شخړو حل نه بغېر د امن او خوشحالۍ خوب ت??بي?? نشي موندے ۔خارجه وزير ووئيل د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل په ايجنډا دې د فلسطين او كشمير پشمول پخوانۍ شخړې حل كړې شي٬په دې اونۍ كښې ماسكو او بشام كښې د شوو بريدونو يادګېرنه كوم چې ترهه ګري د ټولې نړۍ لپاره ??طر لري ٬ ده ووئېل پاكستان به د دې خطرې مخ نيوي لپاره ??يمه ايزې او نړيوالې ??را??تدارۍ ته وده وركوي۔
پاكستان د ټولې نړۍ امن لپاره د هېوادونو ترمينځه شراكتدارۍ ته وده وركولو لپاره چمتو دے ۔ د خارجه وزير اسحاق ډار په خارجه وزارت كښې د خاص بين المذاهب افطار ډنر دستورې ته وينا
Fortune Five Entertainment Official APP
مضمون کا ماخذ : loteria do Paraná