اسلام آباد۔22جون (اے پی پی) وزیراعظ?? شهباز شريف وئيلي دي په ترهګرۍ د قابو موندلو ذمه واري د ټولو وفاقي او صوبايي حکومتونو سره سره د ادارو هم ده٬ هيواد څخه د دې لعنت ختمولو لپاره به ګډه او مربوطه تګلاره خپلول وي۔ د خالي په ورځ د نېشنل اېكشن پلان اېپكس كمېټۍ غونډې ته خپل خطاب كښې ده ووئيل زمونږ د ټولو مشتركه ذمه واري ده چې په رياست كښې د احتساب عمل په بشپړه توګه ا?? له كومې استثنی پرته نافذ كړے شي۔ په غونډه كښې د ټولو صوبو اعلی وزيرانو ٬ وفاقي وزيرانو او اعلی پوځي چارواكو ګډون وكړو۔ وزيراعظم ووئيل ترهګرۍ پاكستان دوه نيمو لسيزو څخه په بېلو طريقو ځپلې دې۔ ده ووئيل په پاكستان كښې د ترهګرۍ مسئله زياته پېچلې ده٬ ترهګري جرمونو ٬ نشائي توكو ٬ انتها خوښۍ او مذهبي كركې سره يو ناوړه تړون لري۔ ده په دې خبره زور راوړو چې په پاكستان كښې تلپاتي پرمختګ او استحكام لپاره د قانون حكمراني ضروري ده۔ ده ووئيل ټولې ادارې او صوبائي حكومتونه د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې په بشپړه توګه د پاكستان په وسله والو ځواكونو انحصار كوي او د داسې كومې ذمه وارۍ څخه ځان بري الذمه ګرځوي۔ ده ووئيل دا يو خطرناك رجحان دے كوم چې تېرو يو څو كلونو څخه رامخې ته شوې دې او كوم چې ه??وا?? څخه د ترهګرۍ لعنت په بشپړه توګه ختمولو كښې مرسته نه كوي۔ وزیر اعظ?? شهباز شریف ووئيل د پاكستان وسله وال ځواكونه څو لسيزو راهېسې خپله وينه تويوي٬ ځانګرې او بے شمېره قربانۍ وركوي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې ټولې قانون نافذ كوؤنكې ايجنسۍ ٬ وزارتونه ٬ وفاقي او صوبائي حكومتونه او ټولې ادارې دې په ګډه د ترهګرۍ ختمول?? له كار وكړي۔ وزيراعظم ووئيل په آئين كښې د 18م له بدلون وروستو په دې لړ كښې د صوبائي حكومتونو لويې كردار دے ولې چې اوس دوئي په دې لړ كښې مطلوبه وسائل لري۔ وزیراعظم ووئيل ه??وا?? د امن او سوكالۍ په لاره روانول?? له به مونږ له د سياسي او مذهبي مشرتابه ټولو ستېك هولډرز ترمينځه همغږي پېدا كول وي۔ ده ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ لپاره به سياسي او مذهبي مشرتابه ته دا خبره په ډاګه كېدل وي چې دا جنګ مونږ د خپلو نسلونو د سباؤن تحفظ له كوؤ۔ ده ووئيل ټول اختلافات شاته كولو سره به مونږ له دا ذمه واري قبلول وي او په دې لړ كښې به د خپلو وسله والو ځواكونو ملاتړ كول وي۔ ده ووئيل په يو اداره دا ذمه واري اچول به تېروتنه وي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې ه??وا?? څخه بهر د ترهګر عناصر په ضد كارروائي كول?? له به فعاله سفارتكاري كول وي۔ وزیراعظم د قانون نافذ كوؤنكو ادارو اختيارمندې جوړول?? له د قانون سازۍ په حاجت هم زور راوړو۔ ده پاك پوځ او داخله وزارت ته باور وركړو چې د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې مرستې لپاره به دوئي ته ټول ممكنه وسائل وركولې شي۔ وزیراعظ?? شهباز شریف د پاک چین اړيكو په اړه روان كمپائن بې بنسټه او بدنيتۍ سره په سوشل ميډيا چلېدونكې يو ګندا كمپائن ګرځولو سره مسترد كړو۔ ده ووئيل چينائي مشرتابه د خپلو بيانونو د لارې د دې كمپائن مقابله وكړه او دې څخه دا په ډاګه كيږي چې هغه پاكستان سره خپلې اړيكې څومره مهمې ګڼي۔
په ترهګرۍ د قابو موندلو ذمه واري د ټولو وفاقي او صوبايي حکومتونو سره سره د ادارو هم ده۔ هيواد څخه د دې لعنت ختمولو لپاره به ګډه او مربوطه تګلاره خپلول وي٬ وزيراعظم شهباز شريف
शेयू इंटीग्रिटी बेटिंग एपीपी
مضمون کا ماخذ : ریل رش