اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي) نائب و??ير اعظم او خارجه و??ير سينيټر محمد اسحاق ډار وئيلي دي چې د کشميريانو د هيلو په ضد كومه هم پريكړه به قبلولې نشي، پاکستان په هر فورم د كشمير مسئله په ښه ډول پورته كړې،هند د نن څخه 5 كاله وړاندې په خپل آئين كښې ترميم کولو سره پخپله يو غير آئيني اقدام كړې۔ نائب و??ير اعظم د دې خيالاتو څرګندونه د ګل په ورځ د ” كشمير استحصال ورځ “ په موقع وفاقي پايه تخت اسلام آباد كښې د کشمير يووالي لاريون ته وينا كښې وكړه۔په دې موقع د كشمير چارو وفاقي و??ير انجينئر امير مقام، د بيلو سياسي ګوندونو سره تعلق لرونكو لارښودو او کارمندانو نه علاوه د کل جماعتي حريت کنفرنس لارښود هم موجود وو۔نائب و??ير اعظم سينيټر محمد اسحاق ډار ووئيل پ??کستان د كشميريانو د خپلواكۍ حق ??پا??ه به سياسي، سفارتي او اخلاقي حمايت روان ساتي۔ ده ووئيل كه هند د جمهوريت دومره دعويدار ے نو په جموں او کشمير كښې دې په سمدستي توګه د رايو شميرې كولو اعلان وكړي، هند د ظلمو??و او غير آئيني اقدامات سره د کشميريانو حوصلے كمزورې كولې نشي،د هند د غير آئيني اقدامات مقصد د سيمې ډيمو ګرافي بدلول دي۔ده ووئيل پ??کستان د كشمير مسئلې په شان د غزه مسلمانانو ،چرته چې 40 زره كسان شهيدان شوې ،??پا??ه هم په هر فورم غږ پورته كړې۔ نائب و??ير اعظم ووئيل د هند په غير قانوني تسلط جموں او کشمير به يوه ورځ د پاکستان سره شامليږي۔دې څخه وړاندې د ” كشمير استحصال ورځ “ په موقع وفاقي پايه تخت اسلام آباد كښې د ګل په ورځ د خارجه دفتر څخه د كشمير استحصال ورځ لاريون وشو د كوم مشري چې خارجه سيکرټري محمد سائرس سجاد قاضي كوله۔لاريون كښې د خارجه دفتر افسرا??و او ملازمانو پشمول د ژوند د بيلو څانګو سره تعلق لرونكو ګډون وكړو۔د لاريون ګډون كونكو دې نه پس د پارليمنټ په خوا كښې تر ډي چوك لاړل چرته چې لاريون د يوې جلسے شكل اختيار كړو۔لاريون كښې شريك كسانو د هند په غير قانوني تسلط جموں او کشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزو او د 5 اګست 2019 راهسې راروان يو اړخيزه او غير قانوني اقداماتو غندنې ??پا??ه بينرز پورته كړې ؤ۔هند په غير قانوني تسلط جموں او کشمير په نړيواله كچه منلې شوې متنازعه حيثيت کمزورې كولو له نن څخه 5 كاله وړاندې يو اړخيزه او غير قانوني اقدامات کړې،هند په 5 اګست 2019 نه تر اوسه سيمه كښې د خپل غير قانوني اقدامات سره د نړيوال قوانين، کشميريانو هيلو او جموں او کشمير په اړه د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل قراردادونو خلاف ورزي کوي۔د لاريون كډون كونكو د پاکستان د دې موقف پخلے وكړو چې د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل اړوندو قراردادونو له مخې جموں او کشمير اولس د خپلواكۍ حق تر ترلاسه كولو د هغوې د منصفانه هلو ځلو اخلاقي، سفارتي او سياسي حمايت روان ساتي
د کشميريانو د هيلو په ضد كومه هم پريكړه به قبلولې نشي، پاکستان په هر فورم د كشمير مسئله په ښه ډول پورته كړې۔نائب وزير اعظم سينيټر اسحاق ډار د ” كشمير استحصال ورځ “ په موقع لاريون ته و ينا
रेस्तरां क्रेज़ विश्वसनीय मनोरंजन मंच
مضمون کا ماخذ : ٹکی انماد