اسلام آباد۔4ستمبر (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې په سختو حالاتو کښې انساني ژوند بچ كولو له ??پل ژوند په خطر کښې اچ??ل زړورتيا ده، د خپل ژوند پروا نه ساتلو سره د سېلاب په چپه كښې د ګېر كسانو په بچ كوؤنكي اېكسكوېټر ډرائيور محب ټول قام وياړي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف د دې خيالاتو څرګندونه د بلوچستان په قلعه عبد الله ??يمه كښې په سېلابي چپه كښې د ګېر شويو كسان?? بچ كوؤنكي اېكسكوېټر ډرائيور محب الله ??ره خبرو كښې وكړه۔ وزيراعظم محب الله ??ه 25 لكه روپۍ انعام وركړو او دده ماشومانو لپاره يۍ د وېړيا زده كړو او نورو آسانيو اعلان هم وكړو۔ وزيراعظم محب الله ??ه وزيراعظم هاؤس ته په راتللو هركلے ووے۔ وزيراعظم د ده د بشري ځانونو د بچ كولو جذبه وستائله۔ په ملاقات كښې د اطلاعاتو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ ٬ د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان ٬ د انفارمېشن ټېكنالوجي وزير مملكت شزه فاطمه خواجه ٬ د وزيراعظم د يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان ٬ د وزيراعظم د ماحولياتي بدلون كوآرډينېټر رومینه خورشید عالم او اړوند چاروكي موجود وو۔ وزیراعظم ووئيل زما په شمول ټول قام په تا وياړي۔ انسانيت سره ستا د مينې د جذبې قدر كوم۔ وزیراعظم ووئيل ته د قام اتل يې٬ همت سره دې قيمتي بشري ځانونه بچ كړل۔ په داسې سختو حالاتو كښې خپل ژوند خطر سره اچ??ل او انساني ځانونه بچ كول د زړورتيا او مړانې كار دے۔ وزيراعظم د محب الله ?? زړورتيا اعتراف كښې ده ته د حكومت لخوا 25 لكه روپۍ انعام وركړو۔ وزيراعظم د محب الله ماشومانو لپاره تر پوهنتون كچې د وېړيا زده كړو او دده كورنۍ له ?? روغتيا وېړيا آسانيو اعلان هم وكړو۔ په دې موقعه محب الله وزيراعظم سره خبرو كښې ووئيل تاسو سره ملاقات ما لپاره د لويې درناوي خبره ده۔ ده ووئيل د خلكو د ځانون?? بچ كولو په وخت ما كله ??ا سوچ كړے نه وو چې دا خبره په ګرد هېواد كښې دومره خپره شي۔ ده ووئيل د وزيراعظم او د حكومت مننه كوم چې هغه زما د دغې ګام ستائنه وكړه او ماته يۍ خپل قيمتي وخت راكړو۔ ده زياته كړه چې په دې درناوي ??و ډاډګيرنه زه د وزيراعظم مننه كوم۔
په سختو حالاتو کښې انساني ژوند بچ كولو له خپل ژوند په خطر کښې اچول زړورتيا ده ٬ په محب الله ټول قام وياړي٬ وزيراعظم شهباز شريف
इलेक्ट्रॉनिक जांच आधिकारिक मनोरंजन एपीपी
مضمون کا ماخذ : loteria Ceará