مظفرآباد۔24 اکتوبر(اے پی پی) د آزاد جمو وكشمير صدر بېرسټر سلطان محمو?? چوهدر?? وئيلي دي د آزاد جمو وكشمي?? اولس 77 كاله څخه د آزادۍ خوشحالي لمانځي ٬ دا خوشحالي به تر هغه وخت نيمګړې وي تر كومې چې د لائن آف كنټرول بلې ??اړې ته مقبوضه جمو وكشمير آزادي ترلاسه كولو سره د پاكستان برخه جوړه شوې نه وي ٬ كشميري وګړو د هندوستان ناپاكې ارادې ناكامولو له د قربانيو يو ځانګړے تاريخ رقم كړے ۔ د كشمي?? اولس د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له هر ډول قربانۍ وركولو له چمتؤ دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د آزاد حکومت ریاست جمو وکشمیر د 77مې تاسيس ورځې مركزي دستورې ته د خاص مېلمه په حېث خپل خطاب كښ?? وكړه۔ دستوره كښ?? وزيراعظم چوهدري انوار الحق ٬ پخوانيو صدرانو ٬ د مخالفې ډلې مش?? او د اسمبلۍ غړو ٬ اعلی سول او عسكري چارواكو په شمول ګڼ شمېر عامو وګړو ګډون وكړو۔ سلطان محمو?? چوهدری په خپل خطاب كښ?? ووئيل هندوستان په 5 اګست2019آرټیکل 370او35 اے ختمولو سره د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل خلاف ورزي وكړه٬ كشميري وګړو كله هم د هند تسلط نه دې قبول كړے۔ ده ووئيل كشميرے اولس به كله هم د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو څخه وروستو نه شي۔ دوئي به خپل حق ترلاسه كوي او د پاكستان برخه به جوړيږي۔ ده ووئيل په ټوله نړۍ كښ?? د كشميري اولس ملاتړ كيږي۔ ده ووئيل وخت راغلے چې مونږ ټول په ګډه په فعاله ډول د لائن آف كنټرول بلې ??اړې ته د مقبوضه جمو وكشمير حق له غږ پورته كړؤ او د آزادۍ تحريك لپاره خپل ټول صلاحيتونه وكاروو
د آزاد جمو و كشمير اولس 77 كاله څخه د آزادۍ خوشحالي لمانځي ٬ دا خوشحالي د دويمې برخې تر آزادۍ نيمګړې ده : صدر بيرسټر سلطان محمود چوهدری
Tikigoti Integrity Entertainment Platform
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کی قیمت