اسلام آباد۔29??سم??ر(اے پی پی) د برطانوی هاؤس آف لارډز غړي لارډ قربان حسېن وئيلي دي چې د فلسطين او كشمير پېچلې شخړو د ملګرو ملتونو د قراردادونو په رڼا كښې فوري حل نړيوال امن لپاره ضروري دے ٬ په غزه كښې د روانې عامې وژنې او ظلم مثال په ټول انساني تاريخ كښې نه ترلاسه كيږي٬ نړيوالې ادارې دې فوري سيز فائر لپاره فعاله ګامونه پورته كړي۔ ده د اتوار په ورځ د تحریک انسټی ټیوټ آف پیس اېنډ ډېوېلپمنټ انسپاډ صدر او د كشمير د وزيراعظم د بشري حقونو پخواني سلاكار ډاکټر اېم طاہر تبسم په استوګنه د هغه په مشرۍ كښې ملاقات كوؤنكي پلاوي سره خبرو كښې وك??ه۔ لارډ قربان حسین ووئيل د هند انتها خوښې حكومت نه يوازې په كشمير كښې په مسلمانانو زور او زياتې كوي بلكې د مسلمانانو ٬ سكھانو او ټولو اقليتونو په ضد د تور قانون لاندې په ظلم او زياتي كښې هم ككړ دے۔ ده ووئيل په برطانيه كښې ژوند كوؤنكي پاكستاني او كشميري وګړي د خپل وس له مخې د كشمير مسئله په ډاګه كوي۔ ده ووئيل تمه ده چې برطانوی حکومت به د كشمير مسئ??ې حل كولو له عملي كار وك????۔ لارډ قربان د انسپاډ د ستائنې وړ هلې ځلې او ستړې ستائلو سره د كشمير مسئ??ې حوالې سره د ډاكټر طاهر تبسم د هڅو ستائنه وك??ه۔ د انسپاډ صدر د لارډ قربان بشپړه هڅې او خذمات وستائل كوم چې هغه په هاؤس آف لارډز او سياسي مېدان كښې كوي۔ ده هيله ولرله چې ه??ه به سباؤن كښې هم لارښودنه او مشري روانه وسات??۔ لارډ قربان د انسپاډ لخوا د غرمې مېلمستيا كښې ګډون هم وك??و۔
د ملګرو ملتونو د قراردادونو په رڼا كښې د فلسطين او كشمير پيچلې شخړو فوري حل نړيوال امن لپاره ضروري دے ٬ نړيواله اداره دې په غزه كښې فوري سيز فائر له فعاله ګامونه پورته كړي: لارډ قربان حسين
Mahjong Road Reputable Betting Platform
مضمون کا ماخذ : ٹکٹ خریدنے کے حوالے سے الفاظ