اسلام آباد 19 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي پاکستان خپلې بهرنۍ قرضې د ري شېډول كولو هڅه نه كوي خو د سېلاب له امله په ځپلو سيمو كښې د سړكونو٬ پلونو او د نور انفراسټركچر بيا رغونې غوندې لويو منصوبو لپاره ډېرې روپۍ پكار دي٬ سائنس مدارو سېلاب د موسمياتي بدلون د اثراتو نتيجه ګرځولې ٫ مونږ يواځې موسميا??ي انصاف غواړٶ?? د ??لافۍ لفظ بېخي نه كاروٶ۔ په لاهور كښې خپله استوګنه كښې ”فنانشل ټائمز” سره په مركه كښې وزيراعظم ووئيل مونږ د هېڅ ډول اقدامات د ري شېډولنګ يا موريټوريم لپاره نه كوٶ بلكې اضافې فنډ غواړو۔ ده ووئيل زمونږ په مطالبات او مونږ ته چې څه ترلاسه شو?? په ھغې كښې ډېر فرق دے كوم چې هر ورځ لا زياتېږي۔ وزيراعظم ووئيل مونږ واضح فكر لرو كه چرې عدم اطمينان د ژور سياسي عدم استحكام سبب جوړ شي او مونږ خپلې بنيادي تقاضې او هدفونه ترسره نه كړے شو نو ظاهره خبره ده چې دا د لويو مسئلو سبب جوړېدے شي۔ ده ووئيل زه دا هر څه د كوم خطر په لحاظ نه وائم خو د دې حقيقي امكان موجود دے۔ وزيراعظم شهباز شريف ووئيل مونږ يواځې د موسميا??ي انصاف مطالبه كوٶ٬ مونږ د ”معاوضه” لفظ بالکل نه اس??عم??لوٶ۔ ده ووئيل پاكستان چې د هر ځاے نه كېږي اضافي فنډ به ترلاسه كوي٬ مونږ د موسمياتي بدلون شوې تباهۍ سره مخ يو او د دې په ??د په ??نګ كښې يو ،ده ووئېل سبا بل هېواد هم د موسمياتي بدلون ښكار ګرځېدے شي ٬ مونږ نه غواړو چې داسې اوشي
پاکستان خپلې بهرنۍ قرضې د ري شېډول كولو هڅه نه كوي٬ په سېلاب ځپلو سيمو كښې د انفراسټركچر بيا رغونې لپاره ډېرې روپۍ پكار دي۔ د وزيراعظم شهباز شريف “فنانشل ټائمز” سره مركه
Vegas Ball Bonanza Official Betting
مضمون کا ماخذ : بڑا برا بھیڑیا۔