ملګري ملتونه ۔20اکتوبر(اے پی پی) پاكستان د جی ۔77 او د چین په شمول د پرمختګ كوؤنكو هېوادونو د 134 كسيزه ګروپ چيئرمېن په حېث په ملګرو ملتونو زور ??اوړے دے چې هغه دې خپل پام ماحولياتي بدلونونو پلو وګرځوي د كومو د لاسه چې ټول هېوادونه په ناوړه توګه ځپلې شي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منېر اكرم د عمومي اسمبلۍ (فورتھ) کمېټۍ ته خپل خطاب كښې ووئيل په پاكستان او وېنزوې??ه كښې د اوسني سېلاب د لاسه شوې تباهي د ماحولياتي بدلونونو د منفي اغېز يو تازه مثال دے۔ ده له ملګرو ملتونو څخه غوښتنه وكړه چې هغه دې د ماحولياتي بدلونونو په نتيجه كښې د رامخې ته شويو مسئلو حل پلو پام وګرځوي۔ پاكستاني مندوب منېر اكرم د جي 77 لخوا د خبريالانو او ميډيا وركرز په ضد په شوي تشدد اندېښنه ښكاره كړه او د دوئي په ضد د شويو جرمونو د احتساب باوري كولو په حاجت يۍ زور ??اوړو۔ ده ووئيل مونږ د فلسطینی امریکی خبريال شیرین ابو عاقله د وژنې پېښې سخته غندنه كوؤ او په دې لړ كښې د احتساب عمل باوري كولو ته ا??تي?? ده۔
ملګري ملتونه دې د ماحولياتي بدلونونو د لاسه د رامخې ته كېدونكو مسئلو حل كولو ته خصوصي پام وكړي٬ مستقل مندوب منېر اكرم
Powerful Blackjack Online Entertainment
مضمون کا ماخذ : سامرائی کی خوش قسمتی۔