شرم الشېخ 08 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف المان سره د تجارت٬ سرمايه كارۍ٬ ماحولياتي بدلو?? او د تجديد وړ توان پشمول په يو شمېر څانګو كښې شري??ې اړيكې قوي كولو له د خبل خواهش څرګندونه كولو سره وئيلې دي د پاكستا?? او المان ترمېنځه په بېلو څانګو كښې ځوانانو له موقعې وركولو لپاره پراخه مرسته پكار ده۔ وزيراعظم دا خبرې د المان چانسلر اولاف شولز سره د ماحولياتي بدلون په اړه د كوپ-27 مشرانو غونډې په مهال په ملاقات كښې كړې٬ دواړو مشرانو د شريكو اړيكو جاج واخست او د مرستې زياتولو په امكانات ئې غور وكړو ۔ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په سيمه ايزو او نړيوالو چارو هم د خيالاتو څرګندونه شوې۔ وزيراعظم د الما?? اولس د عزم ستائنه كولو سره المان سره د تجارت٬ سرمايه كارۍ٬ ماحولياتي بدلو?? او د تجديد وړ توان پشمول په يو شمېر څانګو كښې شري??ې اړيكو لا قوي كولو له د خواهش څرګندونه كړې ۔ وزيراعظم د پاکستان د ځوانانو آبادۍ څخه د اس??فادې كولو په ضرورت زور رواړلو سره ووئيل پاکستا?? او المان له په بېلو څانګو كښې ځوانانو ته د موقعو وركولو لپاره پراخه مرسته پكار ده۔ وزيراعظم د المان لخوا د پاكستان د كلونو راهسې په تكنيكي تربيه مننه كولو سره د علم تبادلې په ضرورت زور رواړو۔ ده په اروپائي ائتلاف كښې د جي اېس پي پلس حېثيت لپاره په ملاتړ كولو د المان مننه وكړه كومه چې دواړو هېوادونو لپاره ګټوره ده۔ وزيراعظم ووئيل د حدت سبب جوړېدونكو ګازونو اخراج كښې د لږ كردار باوجود پاکستان د ماحولياتي بدلون په نتيجه كښې قدرتي آفتونو څخه سخت متاثره شوے۔ ده پاكستان كښې د ماحولياتي بدلون په سبب د اوسني تباه كن سېلاب نه پس په مرسته كولو د المان مننه كولو سره د المان چانسلر د حكومت د بحالۍ او بيا رغونې منصوبو په اړه بريفنګ وركړو۔ وزيراعظم په دې خبره زور رواړو چې د ماحولياتي بدلون مسئله په خاص توګه د کلائيميټ جسټس او د دغې بدلونونو په نتيجه كښې د زيا?? او تباهۍ مخنيوي لپاره كوپ-27 له مېړنۍ پرېكړې پكار دي۔ وزيراعظم د منطقې د صورتحال ذكر كولو سره ووئيل پاکستان د المان پشمول د غېر ملكي واكمنو په درخواست افغانستان څخه انخلا لپاره سهولت وركولو۔ وزيراعظم ووئيل په افغانستان كښې د انساني او اقتصادي صورتحال له مخئ نړيوالې ورورولۍ له د افغان لنډ مهاله حكومت سره پرله پسې خبرې اترې د ډېر اهميت وړ دي٬ د المان چانسلر په افغانستان كښې د نمائنده حکومت او د بشري حقونو د احترام له د خپل موقف پخلے وكړو۔ وزيراعظم د المان چانسلر پام د هند په غېر قانوني تسلط لاندې جمو و كشمير پلو راګرځولو سره ووئيل د دې په نتيجه كښې سيمه ايز ام?? او اس??حكام ته خطر رامخې ته دے
المان سره د تجارت٬ سرمايه كارۍ٬ ماحولياتي بدلون او د تجديد وړ توان پشمول په يو شمېر څانګو كښې شريكو اړيكو له خوښي لرو۔ د وزيراعظم شهباز شريف د المان چانسلر سره ملاقات كښې خبرې
Lightning Roulette Official Entertainment
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز لائیو ڈرا