سرینګر۔3 فروری(اے پی پی) د فرورۍ په 5 مه نېټه د هند په غېر قانوني توګه قبضه كړې شوي جموں وكشمير كښې د اتوار ورځ د كشمير يوالې ورځې په توګه لمانځلو له ځايې په ځايې پوسټرې لګولې شوي دي۔ د پوسټرو د لارې د كشمير يووالي ورځ په لمانځلو او د محكوم كشميري اولس په سياسي ٬ سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتلو د پاكستاني اولس او حكومت مننه شوې ده۔ د كشمير ميډيا سر??س له مخې دا پوسټرې جموں وکشمیر لبرېشن الائنس، جموں کشمیر صدائے مظلوم، جموں و کشمیر ډېموکرېټک موومنټ سری ن??ر، بارهموله او پلوامه ضلعو كښې لګولې شوي دي۔ په پوسټرو د مسرت عالم بټ، شبیر احمد شاہ، می?? واعظ عمر فاروق، محمد یاسین ملک، آسیه اندرابی، ډاکټر حمید فیاض، مشتاق الاسلام او نورو مزاحمتي لارښودو عكسونه ليدلې شي۔ په پوسټرو ليكلې شوي دي چې د دوه قومي نظريې لمخې مقبوضه جموں و کشمیر د پاكستان برخه ده په كوم چې هند د كال 1947 اكتوبر مياشتې څخه د پوځي طاقت په بنياد قبضه كړې ده۔ كشميرې اولس د خپل پېدائشي حق ترلاسه كولو او د هندي قبضې ختمولو له هڅې كوي۔ د پوسټرو د لارې هندي تسلط څخه د آزادۍ تحريك روان ساتلو له د كشميري اولس د عزم پخلے شوے دے۔
مقبوضه كشمير: د پوسټرو دلارې د كشمير يووالي ورځې په لمانځلو د پاكستاني اولس او حكومت مننه
Hip Hop Panda APP game website
مضمون کا ماخذ : میگا مولا۔