اسلام آباد 09 جون (اے پي پي)پاكستان په كراچۍ كښې په هندو مندر كښې د رامخې ته شوې پیښې په اړه د هند خارجه وزارت وياند بيان رد كړے دے ۔د خارجه دفتر وياند په خپل بيان كښې وئېلي دي په هند كښې د مذهبي جنونيانو د لارې په اسلامي ټولنه تشدد كوونكو ته د رياستي مشينرۍ مكمل سرپرستي ترلاسه ده۔د پاكستان حكومت په دې معامله د ذمه وارو په ضد سخته كاروائي كوي٬د بريد كوونكو په ضد وړومبے اېف آئي درج كړے شوے ٬د هغوي د پیژندګلۍ او ګرفتارۍ هڅې روانې دي۔هغوي به انصاف سره مخ كولې شي٬حكومت به د دوي په ضد د قانون د طاقت د لارې كاروائي كوي۔د خارجه دفتر وياند ووئيل د هند حكومت ته مشوره وركړی كېږي چې په ټول هندوستان كښې د اقليتونو د بنيادي حقونو٬ژوند او د عبادت ځايونو تحفظ باوري كړي۔په خاص توګه د مسلمانانو كوم چې د هندوتوا د پلويانو وحشي بريدونو سره مخ دي
مضمون کا ماخذ : پاکستان لاٹری ٹکٹ