اسلام آباد 05 جون (اے پی پی) وزیراعظم محمد شهباز شریف د سوات پتنئی سيمه كښې د اوور وژلو لپاره د دوه چورلكو وركولو امر كړې دې۔ د اتوار په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بیان له مخې نېشنل ډیزاسټر مینجمنټ اتھارټی (این ډی اېم اے) په خواست وزیر اعظم محمد شهباز شریف د سمدستي كاروائي كولو امر كړې دې۔ ضلعی انتظامیې، د ځنګلو محكمې او ریسكیو 1122 په ګډه تحصیل بابوزئی پتنئی‘مینګوره كښې د اوور وژلو كښې بوښت دي، د خشك موسم او تيزې سيلۍ له امله لګيدلې اوور نور خپريدو څخه بچ كولو لپاره دوه چورلكې غوښتلې شوې وي۔ وزیراعظم د خېبرپښتونخوا ضلعی انتظامیې او معاون ادارو خواست په سمدتي توګه منظورولو سره د اوور وژلو سپارښتنه كړې۔ وزیراعظم سپارښتنه ګړې چې د اوور وژلو لپاره دې فضائی مرسته په سمدستي توګه وركړې شي۔
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی چانسز