اسلام آباد 28 مارچ (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزيرمملكت فرخ حبيب وئيلي دي يو خوا د كرپشن بچ كونكے ټولګے او بلخوا وزيراعظم عمران خان دے، قام د هېواد د سلامتيا او د وزيراعظم عمران خان د ملګرتيا كولو پخه پرېكړه كړې، په سپريم كورټ كښې روان كېس به د پاكستان د جمهوري سباٶن پرېكړه كوي۔ د ګل په ورځ د سپريم كورټ نه بهر ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل پرونۍ جلسه كښې قام په وزيراعظم عمران خان د لا باور څرګندونه كړې٬ بهرني لاسونه د حكومت په ډي رېل كولو په كښې ككړ دي٬ اولس پرېكړه كړې چې ھغوي د هېواد سلامتيا سره ولاړ دي چا له چې زه په كاميابه جلسه مباركي وركوم٬ ده ووئېل موده پس قام ته د وزيراعظم عمران خان غوندې ليډر تر لاسه شوے٬ پاكستان كښې يوه داسې مفاد پرست ټوله موجود ده چې مفاد ئې د هېواد نه بهر دے۔ ده ووئيل په سپريم كورټ كښې روان كېس به د پاكستان د جمهوريت د سباٶن پرېكړه كوي۔ فرخ حبيب ووئيل هرې ادارې ته د هېواد سالميت عزيز دے
يو خوا د كرپشن بچ كونكے ټولګے او بلخوا وزيراعظم عمران خان دے، قام د هېواد د سلامتيا او د وزيراعظم عمران خان د ملګرتيا پخه پرېكړه كړې۔ د اطلاعات او خپرونو وزيرمملكت فرخ حبيب
مضمون کا ماخذ : را کی کتاب