اسلام آباد 08 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان به نن ﴿ د شورو په ورځ﴾ د پېښور يوه ورځنې دوره كوي. د وزيراعظم دفتر د مېډيا څانګې لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې وزيراعظم به په پېښور كښې وزيراعلٰی، ګورنر او سياسي مشرانو سره ملاقاتونه كوي. وزيراعظم به د كامياب پاكستان پروګرام له مخې د مائيكرو هېلتھ انشورنس پروګرام اجرا كوي. د پروګرام له مخې د خېبر پښتونخوا 75 لكه كورنيو ته 10 لكه روپې كلنې د روغتيا وړيا اسانيې وركولې شي. وزيراعظم به د احساس راشن رعايت پروګرام د رجسټرېشن په اړه په دستوره كښې هم ګډون كوي. وزيراعظم به ټرېډر اېسوسي اېشن او كريانه الائنس سره هم ملاقات كوي. وزيراعظم به د خېبر پښتونخوا حكومت د جامع جوماتونو د آئمه كرام د مالي مرستې پروګرام له مخې چېكونه هم وركوي. په دې موقع به وزيراعظم دستورې ته وېنا هم كوي.
مضمون کا ماخذ : سپرمین: فلم