اسلام آباد۔6اکتوبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي پاكستان سائنس فاؤنډېشن نن يو داسې پروګرام پېل كوي كوم به چې زما په خيال ګېم چنېجر وي۔ د شورؤ په ورځ خپل يو ټويټ كښې هغه ووئيل د 450 سركاري سكولونو په STEM (سائنس، ټېکنالوجی، انجینئرنګ او مېتھس) سکولونو كښې د بدلولو منصوبه ما دې لپاره ډيزائن كړه چې تركومې سركاري سكول ماډرن نه شي هېواد بدلېدے نه شي۔ هغه ووئيل زه په دې خوشحاله يمه چې د تاخير باوجود دا منصوبه نن حقيقي شكل خپلوي۔ هغه ووئيل كه پاك پروردګار ته منظور وي د ابتدائي 450 سكولونو نه وروسته به زيات نه زيات سكولونه دې ماډل ته واړولې شي۔ هغه زياته كړه چې پوهنتونونه ته وئيلې شوي دي چې هغوي هم سكولونه جوړ كړي او د سائنس د زده كړو معيار د سكولونو په كچه غوره كړي۔
مضمون کا ماخذ : Aztec خزانے