خارجه پالېسي جوړول د حكومت كار دے۔ د سفارت كارو ٬ تجزيه كارو او مذهبي لارښودو لخوا د تحريك لبېك پاكستان پرتشدد لاريونونو غندنه


اسلام آباد۔17اپرېل(اے پی پی) سفارت کارو، تجزی كارو او مذهبي لارښودو وئيلي خارجه پالېسي جوړول او په دې عملدرآمد د حكومت كار دے او د اولس كومھ ډله په حكومت خپله رائې مسلط كولو سره ډكټېټ كولې نه شي۔ علماﺀ كرامو ٬ سياستمدارو ٬ پوهانو او د بشري حقونو كارمندانو په شمول د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكو شخصياتو د تحريك لبېك پاكستان كارمندانو پرتشدد لاريونونو بشپړه غندنه كولو سره وئيلي داسې كومې ډلې ته دې ټولنه كښې د مذهبي كركې خپرولو او پرتشدد لاريونونو ويستلو اجازه ورنكړې شي۔ هغوي په حكومت زور راوړو چې د رياست عملداري باوري كولو سره د شرخوښو په ضد سخته كارروائي وكړي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې حكومت د انتها خوښۍ او تشدد رويې مخنيوي له په تحريك لبېك بندېز لګولے دے او په دې لړ كښې باقاعده نوټيفكېشن جاري كړې شوے دے۔ دا ګام د تحريك لبېك پاكستان مشر علامه سعد رضوي نيولو نه وروستو د هغه د كارمندانو د پرتشدد لاريونونو په ځواب كښې پورته كړے شوے دے۔ د تحریک لبېک كارمندانو سړكونه او سترې لارې بندې كړې۔ سركاري او نجي املاكو ته ئې زيان ورسولو۔ په پوليس اهلكارو ئې بريدونه وكړل چې په نتيجه كښې ئې د قيمتي ځانونو زيان وشو او د سوؤنو په شمېر ژوبل شول۔ پخواني سفير آصف دراني”اے پی پی“ سره خبرو كښې ووئيل چې خارجه پالېسي جوړول او په دې عملدرآمد د حكومت كار دے او د اولس كومھ ډله په حكومت خپله رائې مسلط كولو سره ډكټېټ كولې نه شي۔ هغه ووئيل د تحريك لبېك پاكستان د فرانسيسي سفير خپل هېواد ته د لېږلو مطالبه په سفارتي او سياسي توګه مناسب نه ده۔ پخواني سفير ووئيل داسې كومې ډلې ته د خارجه پالېسۍ په معاملاتو په ټولنه كښې د مذهبي كركې خپرولو او د تشدد لارې خپلولو اجازه بايد ورنكړې شي۔ د اسلامي نظرياتي كونسل چيئرمېن ډاكټر قبله آياز”اے پی پی“ سره خبرو كښې ووئيل داسې لاريونونه كومو كښې چې لارې بندې كړې شي ٬ سړكونه بلاك كړې شي ٬ د اېمبولېنسو لاره ونيولې شي ٬ تشدد وكړې شي ٬ اولس ته زيان ورسولې شي د اسلامي تعليماتو روح په ضد دي۔ هغه ووئيل سركاري پرېكړه بايد كومه ډله نه بلكې اړوند چارواكي وكړي كوم چې د نړيوالو معاملاتو او دوه اړخيزه اړيكو ادراك لري۔ په تحریک لبېک پاکستان د بندېز په اړه د حكومتي پرېكړې ستائنه كولو سره د اے اېن پي صوبائي صدر اېمل ولي خان ”اے پی پی“ سره خبرو كښې ووئيل په اپوزیشن كښې د كېدو باوجود اے اېن پي د هېواد د نظرياتي سياسي ګوند په حېث د ټولو شدت خوښو ډلو په ضد كاروائۍ كولو او په دوئي بندېز لګولو سره په قامي اېكشن پلان بشپړه عملدرآمد لپاره د حكومت ملاتړ كوي۔ د ساؤت اېشېن فري مېډيا اېسوسي اېشن (سېفما) سېكرټري جنرل امتياز عالم ووئيل زما خيال نه دے چې مذهب د تشدد ٬ كركې او شر شدت اجازه وركوي او كوم خلق چې د نبي اكرم (ص) مقصد ترلاسه كول غواړي هغوي بايد حقيقت كښې د هغوي په تعليماتو عمل وكړي۔ هغه ووئيل په ډله ډله كېدو بندېز لګول ناكافي دي۔ سياسي مقصدونو لپاره د مذهب كارولو بايد مخنيوې وكړې شي۔ په سوشل ميډيا هم زياتره خلقو په سړكونو د تحريك لبېك د لاريونونو او پرتشدد كارروائيو غندنه وكړه۔ وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن خپل ټويټ كښې ووئيل په نيمه اوچه كښې اسلام د اولياﺀ كرامو د تبليغ ٬ د بزرګانو د مينې ٬ اخلاص او د انسانيت درس په مضبوطو بنيادونو ودرولے شوے وو۔ هغه ووئيل د تحريك لبېك په ډول شدت خوښې ډله د اسلام شناخت بدلول غواړي او تشدد او انتها خوښۍ ته هوا وركولې غواړي۔ وفاقي وزير ووئيل دا ډول هڅې ناكامه كول د هر مسلمان فرض دي۔ هغه زياته كړه چې حكومت بلېك مېل كېدې نه شي او د پوليس اهلكارو په ضد تشدد كوؤنكي به انصاف سره مخامخ كولې شي۔ ”اے پی پی“ سره خبرو كښې د وزيراعظم د مذهبي همغږۍ او د منځني ختيز استازي حافظ محمد طاهر محمود اشرفی ووئيل په جمهوري ټولنو كښې سولييز لاريون د اولس بنيادي حق وي۔ هغه ووئيل كوم هم رياست د خپلو خلقو د وژلو ٬ د هغې املاك سوزولو او د حكومت يرغمال كول زغملے نه شي۔ دا نه يوازې د افسوس وړ بلكه د غندنه وړ كار دے۔ په تحریک لبیک پاکستان د بندېز په اړه هغه ووئيل روانو حالاتو ته كتلو سره حكومت د هېواد او اولس په ګټه كښې په دغه ډله د بندېز لګولو پرېكړه كړې ده۔

متعلقہ مضامین

سلاٹس پر مفت اسپن کو کیسے متحرک کریں۔_سلاٹ بونس گیمز_علامتیں_آٹو پلے سلاٹ گیمز_فون سلاٹ گیمز کے ذریعے ادائیگی کریں۔ سلاٹ گیمز کے ساتھ کیسینو_آن لائن کیسینو سلاٹ مشینیں۔_عملی پلے سلاٹس_آٹو پلے سلاٹ گیمز_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں بہترین فطرت پر مبنی سلاٹس_سلاٹ مشین ایپس_Novomatic Slot Machines_افسانوی مخلوق سلاٹ مشینیں_سلاٹ مشین کے جائزے اور درجہ بندی پاکستان کے لیے ٹاپ اردو سلاٹ ایپس_آٹو پلے کی خصوصیات کے ساتھ بہترین سلاٹس_سب سے بڑے سلاٹ جیک پاٹس_مائیکرو گیمنگ سلاٹس_ویڈیو سلاٹس پر جیتنے کا طریقہ NetEnt Slot Games_iOS آلات پر سلاٹ گیمز کھیلیں_فوری جیت کے ساتھ سلاٹس_بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹ مشین_سلاٹ گیمز اسلام آباد میں مقبول ہیں۔ نیٹلر سلاٹس_پاکستان میں موبائل کے لیے مفت سلاٹ گیمز_پاکستان کے لیے آن لائن سلاٹس_گولیاں کے لیے مفت سلاٹ گیمز_ٹاپ ریٹیڈ سلاٹ ایپس بڑے جیک پاٹس کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_فوری کھیلنے کے اختیارات کے ساتھ سلاٹ گیمز_اردو میں کیسینو سلاٹس_پاکستانی کھلاڑیوں کے لیے آن لائن سلاٹ ٹورنامنٹ_ٹاپ سلاٹ گیم فورمز ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پلےٹیک سلاٹس_سلاٹ مشین_سلاٹ مشین کی ادائیگیوں کو محفوظ بنائیں_آئی فون پر سلاٹ گیمز ہائی لمیٹ سلاٹ مشینیں۔_سمندری ڈاکو سلاٹ مشینیں۔_فوری جیت سلاٹ مشینیں_کیسینو سلاٹ گیمز فیڈ بیک_ایک سے زیادہ بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس